ایا کله مو فکر کړی چې یوه څو سوه ټنه درنه الوتکه څنګه له ځمکې پورته کېږي او ساعتونه په اسمان کې پاتې کېږي؟ په دې معلوماتي ویډیو کې د الوتکې د پرواز علمي راز په ساده ژبه تشریح شوی دی. په ویډیو کې به زده کړئ چې د الوتکې وزرونه څنګه پورته کوونکې قوه جوړوي، انجنونه څنګه الوتکه مخکې بیایي، د هوا مقاومت څه رول لري، او الوتکه څنګه پورته او ښکته تاویږي؟ دا ویډیو د فزیک، انجینرۍ او د پرواز د څلورو مهمو قوې په اړه ده: وزن، پورته کوونکې قوه، مخکې بیوونکې قوه او د هوا مقاومت. که د ساینس، ټکنالوژۍ او الوتکو له نړۍ سره علاقه لرئ، دا ویډیو تر پایه وګورئ. #الوتکه #ساینس #Airplane #Aviation #Science
ویډیويي خبر