ژبه

ویډیويي خبر

حقاني: دیني او عصري علوم دواړه د مسلمانانو اړتیا ده، باید وده ورکړل شي

خپور شوی: ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ موده: 3:01 پښتو

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني د هغو لسو کسانو چې د کانکور او دیني مدارسو ازموینه کې یې تر نورو لوړې نومرې اخیستې، ستاین‌غونډه کې ویلي، اسلامي امارت د دیني او عصري علومو ترمنځ توپیر نه کوي او دواړو ته په یو نظر ګوري. د هغه په خبره، دیني او عصري علوم دواړه د مسلمانانو اړتیا ده او باید په ګډه وده ورکړل شي. حقاني دغه‌راز ویلي، بهرني هېوادونه د افغانستان وړ او بااستعداده کسان خپلو هېوادونو ته ورغواړي، روزنه ورکوي او بیا یې داسې بېرته را استوي چې د ده په خبره، د خپل ولس پر زیان تمامېږي. هغه زیاتوي چې ځوانان او کورنۍ باید له دغه څخه عبرت واخلي او دغه ټکي ته متوجه و اوسي. د نوموړي په خبره، دا د نظام ضمه‌واري ده چې څه یې په توان کې وي، هغه ځوانانو ته وکړي او زمینه ورته برابره کړي. #دیني_علوم #عصري_علوم #افغان_ځوانان #IslamicEducation #ModernEducation #AfghanistanYouth