د غزني ولایت د ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال ۵۰ اوریزې کرکټ «انټرکلب» سیالۍ – چې نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ- پای ته ورسېدې. په یادو سیالیو کې د دغه ولایت ۲۴ کلبونو برخه اخیستې وه چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوي وو. د نوموړي په خبره، د پایلوبې په سیالۍ کې مینهوال زلمي او دوبۍ پټرولیم لوبډلو د یو د بل پر وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې دوبۍ پټرولیم خپلې سیالې لوبډلې ته د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
#غزني #کرکټ #پنځوس_اوریز_کرکټ #انټرکلب_سیالۍ #دوبۍ_پټرولیم #مینه_وال_زلمي #د_غزني_کرکټ #کرکټ_اتلولي