ژبه

ویډیويي خبر

ننګرهار کې یوه اندازه نشه‌یي توکي کشف او ترلاسه شوي

خپور شوی: ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ موده: 1:54 پښتو

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد وایي چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ځواکونو تېره ورځ د شینوارو ولسوالۍ د ۲۷مې ویالې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۴۴ زره «زیکپ» ټابلېټونه، ۲۸ کیلوګرامه چرس، ۲۰ کیلوګرامه تریاک او یو میل کلاشینکوف کشف او ترلاسه کړي دي. هغه وايي چې له دغو توکو سره په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي. #ننګرهار #نشه_يي_توکي #امنیت #Nangarhar #CounterNarcotics #Afghanistan