منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۵ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

ویډیويي خبرونه

۱۳۴ راپورونه

راپورونه

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي د کوڅه‌ډبو سپیانو له ډېرېدو شکایت کوي

د غزني ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي په دې ناحیه کې د کوڅه‌‌‌ډبو سپيانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلکو او ماشومانو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي. د غزني ښار د پنځمې ناحیې…

اروپايي ټولنه په کندهار کې د مالدارۍ د ودې لپاره له بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي

اروپايي ټولنې په کندهار کې د بې‌وزلو او اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او مالدارۍ د ودې په موخه مرستې کړې دي. د دغو مرستو موخه دا ده چې کورنۍ وکولای شي د مالدارۍ له لارې د عاید…

نورستان کې د «زرغون نورستان» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د نورستان د طبیعت په غېږ کې د «زرغون نورستان» په نوم کلنۍ مشاعره ترسره شوه، چې چارواکو، شاعرانو، ترنم‌ویونکو او د ادب مینه‌والو پکې ګډون کړی و. د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان وویل، شعر…

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د سوېل‌لوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو درې‌ورځنۍ سیالۍ د اوو ولایتونو د ۵۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په پایله کې یې غزني لومړی او میدان‌وردګو دویم مقامونه خپل کړل. #غزني #بوکسینګ #سوک_وهنه #ورزشي_سیالۍ #سوېل_لوېدیځ_زون #ورزشکاران…

د هغه کتاب‌پلورنکي کیسه چې خلکو ته د کتابونو رسولو لپاره یې د مېرمنې د ګاڼو په پیسو موټرسایکل اخیستی

نصرت ارمان چې د خپلې مېرمنې د ګاڼو په پیسو یې موټرسایکل پېرلی، اوس کابل کې د خلکو تر کورونو کتابونه رسوي وايي، په دې کار کې هم د روزي هیله ویني او هم غواړي د مطالعې دود پیاوړی کړي.…

تورخم کې د راسته لاس موټرو د وارداتو بندیز سوداګري ټکنۍ کړې

تورخم ښارګوټي کې یو شمېر سوداګر وایي، افغانستان ته د راسته لاس موټرو د وارداتو له بندېدو وروسته سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي، د بازار فعالیتونه کم شوي او ګڼ شمېر کسان هم ورسره وزګار شوي دي. #تورخم #سوداګري #راسته_لاس_موټر…

غزني کې د خبریالانو او دولتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

غزني کې د خبریالانو، دولتي ادارو د ویاندویانو او مسوولینو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسي او شته ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه. ځینې خبریالان وایي، په تېرو پنځو کلونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د پام وړ ښه شوی،…

د مطالعې دود د پیاوړتیا په موخه په کابل کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو له لوري جوړ شوي دغه نندارتون کې د چارواکو ترڅنګ په کابل کې د ځینو سیاسي استازولیو استازو، لیکولانو او څېړونکو ګډون کړی و. د نندارتون پرانیست‌غونډه کې چارواکو وویل چې د…

غزني کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت

د غزني په قره‌باغ کې د شهید عبدالسلام ښوونځي له ۲۷ ټولګیو د ۱۹ هغو زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وایي او خلک ورته ۱۶ درسي خونې جوړوي؛ د پوهنې ریاست وایي، په غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه…

غزني کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزه‌وهونکو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې؛ په دې سیالیو کې غزني، خوست او پکتیکا د درېیو بېلابېلو برخو لومړي مقامونه خپل کړل. دغه…

په کابل کې د سرو زرو نندارتون

کابل کې د زرګرانو اتحادیې له لوري د لومړي ځل لپاره د سرو زرو څلور ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د مسوولینو په خبره، یوازې په لومړیو درېیو ورځو کې ترې شاوخوا ۱۵ زره کسانو لیدنه کړې ده. د زرګرانو…

غزني کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکو په خپل شخصي لګښت کمپيوټرلب جوړ کړی

د غزني د شمس‌العارفین دولتي لېسې یو شمېر زده‌کوونکو د کمپیوټر عملي زده‌کړو ته د لاسرسي په موخه په ګډه د خپلې لېسې دننه یو کمپیوټر لاب جوړ کړی دی. زده‌کوونکي وایي، غوښتل یې چې د کمپیوټر په برخه کې…

د میدان وردګو ولایتي روغتون ته د اووه میلیون افغانیو طبي وسایل ورکړل شول

د میدان وردګو روغتیايي مسوولین وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري د نږدې اووه میلیون افغانیو په ارزښت ۱۴ قلمه طبي وسایل ولایتي روغتون ته ورکړل شوي چې په مرسته به یې د ناروغانو د تشخیص او درملنې په…

په میدان وردګو کې د څلورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګو ولایت په جغتو، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې د جرمني په مالي ملاتړ د څلورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې. #میدان_وردګ #روغتیايي_مرکزونه #روغتیايي_خدمتونه #جغتو #سیداباد #نرخ #جرمني #بیا‌رغونه #افغانستان

بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

بامیان کې یو شمېر مالداران او لبنیات‌بلورونکي وایي، د لبنیاتو د پروسس، ساتنې او بسته‌بندۍ برخو کې د اسانتیاوو نشتوالي د لبني محصولاتو بازار اغېزمن کړی او له حکومت او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې د لبنیاتو د معیاري پروسس…

نور راپورونه