منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۲ غ.م
۳°صاف · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ترکمنستان ته ولاړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۳ کتنې · تازه شوی

کابل(پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته ولاړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د (مرغومې په ۲۴مه) د ترکمنستان هېواد په بلنه د یاد هېواد پلازمېنې عشق اباد ته روان شو.

دی زياتوي، دغه پلاوی به د کوربه هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ، انرژۍ، نفتي توکو، ريل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او تحصلي برسونو په تړاو خبرې وکړي.

د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي ایران ته تللی و او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.