منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:55 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

لبنان کې د یونیفیل پر ځواکونو برید؛ یو فرانسوي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي

· 1 دقیقه لوستل · 102 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د لبنان په سوېل کې د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو برید کې یو فرانسوي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، دا پېښه هغه مهال شوې چې د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو موقتي مأموریت (یونیفیل) ځواکونه د یوې لارې په پاکولو بوخت وو.

سرچینه زیاتوي چې له ټپي شوو سرتېرو د دوو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د یونیفیل ځواکونو ویلي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې دغه برید د غیردولتي کسانو له لوري ترسره شوی او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید «د نه منلو وړ» بللی او له لبناني چارواکو یې غوښتي چې عاملین یې تعقیب کړي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش دا پېښه غندلې او له ټولو لورو یې غوښتي چې اوربند او د جګړې درولو ته درناوی وکړي.

د لبنان پوځ هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.