کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۲۹ کسان د تورخم او ۶۰ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دغه شمېر کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل دي او د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دغه وزارت زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت ژمن دی چې له دوی سره په بیامېشتېدنه کې مرسته وکړي، څو په هېواد کې نوي ژوند ته دوام ورکړي او د ټولنې په ابادۍ کې مرسته وکړي.