کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران وایي چې په راتلونکو ورځو کې به په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لار اعلان کړي؛ په ورته وخت کې په دغه لاره کې د بېړیو تګ راتګ د مې میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران یوه لوړپوړي چارواکي محسن رضایي ویلي، تهران په پام کې لري چې هرمز تنګي ته څېرمه یوه محدوده سیمه رامنځته کړي او د بېړیو د تګ راتګ هغه نوې لار په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي چې په اړه یې له عمان سره هوکړه شوې ده.
د هغه په خبره، دغه لار د ایران او عمان ترمنځ د تفاهم په چوکاټ کې رامنځته کېږي او موخه یې په دې لاره کې د بېړیو د تګ راتګ تنظیمول دي.
د راپور له مخې، تهران او مسقط تر دې مخکې هم په هرمز تنګي کې د بېړیو د تېرېدو لپاره د یوې موقتي لارې پر جوړولو هوکړه کړې وه.
ایراني چارواکو ویلي، د نوې لارې اړوند جزییات او د بېړیو د تېرېدو څرنګوالی به د اړوندو ترتیباتو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
دا پرېکړه داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په هرمز تنګي کې سمندري کړکېچونه ډېر شوي او د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم کم شوی دی.
رویټرز د بېړیو د تګ راتګ د تحلیل شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې په تېرو لسو ورځو کې هره ورځ په اوسط ډول یوازې لس باروړونکې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي؛ دا د مې میاشتې راهیسې د بېړیو د تګ راتګ تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.
د دغو معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ د تېرو لسو ورځو د بېړیو د تګ راتګ اوسط لسو بېړیو ته راټیټ شوی؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د جمعې په ورځ له ۱۵ ډېر او د شنبې په ورځ نږدې ۱۳ و.
راپور زیاتوي چې د شنبې په ورځ یوازې دوه او د یکشنبې په ورځ شپږ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې دي.
کپلر دغه راز ویلي چې له چهارشنبې راهیسې تر اوسه هېڅ ډېره لویه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له هرمز تنګي نه ده وتلې.
د بېړیو تګ راتګ په داسې حال کې کم شوی چې په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هرمز تنګی د نړۍ د بېړیو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه دی او د نړۍ د نفتو او مایع ګاز یوه د پام وړ برخه له همدې لارې تېرېږي.
ایران په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لار اعلانوي