Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبداکبیر: افغان لوبغاړو ته دې نړۍوالو لوبو کې د وړتیاوو پر اساس د ګډون حق ورکړل شي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال له نړۍوالو ورزشي ادارو غوښتي چې په نړۍوالو لوبو کې دې افغان لوبغاړو ته د ورزشي وړتیاوو پر اساس د ګډون حق ورکړل شي او ورزش دې له سیاست لرې وساتل شي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال پرون د فوټبال ملي لوبډلې له غړو سره ولیدل چې په دې لیدنه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثیق او د فوټبال فدراسیون رهبري هم حضور درلود.

سرچینې ویلي، مولوي عبدالکبیر له یادو لوبغاړو مننه وکړه چې د ورزش له لارې د ورورولۍ او یووالي پیغام لېږدوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ هر افغان په کې خپل حقوق لري او هیڅوک له چا دا حق نه شي اخیستلای.

مولوی کبیر ویلي، اسلامي امارت د ټولو ورزشکارانو د ملاتړ ترڅنګ هڅه کوي څو په هره برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز له نړۍوالو ورزشي ادارو غوښتي: «په نړۍوالو سیالیو کې دې افغان لوبغاړو ته د ورزشي وړتیاوو پر اساس د ګډون حق ورکړل شي او ورزش دې له سیاسته لرې وساتل شي.»

دغه راز دغو لوبغاړو د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال ته ډاډ ورکړ چې د ورزش له لارې به د هېواد نوم په نړۍ کې ځلانده ساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.