غزني ښار (پژواک) – د غزني د قومونو او قبایلو چارو ریاست وایي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ د جرګو له لارې ۳۰۰ شخړې او شخصي دښمنۍ هوارې کړي چې له امله یې د ښکېلو کورنیو ترمنځ د نورو مرګژوبلو او تاوتریخوالو مخه نیول شوې ده.
د غزني د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جان محمد مومن دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې نن د دغه ولایت په مرکز مې د ولسي همغږۍ د پیاوړتیا او د اسلامي شریعت د پلي کېدو په موخه جوړه شوې وه.
مولوي جان محمد مومن وویل، دغه ریاست د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې د جرګو له لارې ۳۰۰ شخړې او شخصي دښمنۍ حل کړې دي.
هغه زیاته کړه، په دغو شخړو کې د ښکېلو کورنیو ترمنځ لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو، خو د جرګو او منځګړیتوب له لارې یې د نورو تاوتریخوالو مخه نیول شوې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایتالله شجاع په دې غونډه کې د قومونو ترمنځ پر یووالي او د نظام د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره د خلکو ترمنځ همغږي او ګډ کار اړین دی.
ده له خلکو وغوښتل چې له هغو خبرو او کړنو ډډه وکړي چې قومي او مذهبي اختلافات رامنځته کوي.
د غزني د والي مرستیال مولوي سردار محمد مدني هم په یاده غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي او د تېرو اختلافاتو پر ځای د ګډ ژوند او همکارۍ لاره خپله کړي.
د غونډې په پای کې د غزني یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د قومونو ترمنځ د یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ، خو په ورته وخت کې یې خپلې سیمهییزې ستونزې او غوښتنې هم له راغلو مسوولینو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د اهل تشیع علماوو له جملې مولوي عتیق الله محمد وویل، د هېواد پرمختګ د خلکو او حکومت ترمنځ پر همکارۍ پورې تړلی دی او د سیمهییزو ستونزو حل ته باید جدي پاملرنه وشي.
د روان کال د تلې په ۱۴مه هم د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د قومي یووالي او ولسي همغږۍ په موخه یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.










