منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د بدخشان د اوبو د تنظيم رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

فيض اباد (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د بدخشان ولايت د اوبو د تنظيم د رياست ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د انرژۍ، اوبو او برېښنا وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي بدخشان ته د يوه سفر په ترڅ کې د يادې ودانۍ د پرانيستې پر مهال وويل، چې ياده ودانۍ وروسته له دونيمو کلنو نن (د تلې ٣٠مه) رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هغه په وينا، د بدخشان ولايت د اوبو د تنظيم رياست ودانۍ د څه باندې ٨٠٠ زرو ډالرو په لګښت د انرژۍ اوبو او برېښنا وزارت له لوري جوړه شوې ده.

د بدخشان ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير محمدرفيع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ، چې په دوو پوړونو کې جوړه شوې، د ١٤ اداري خونو، يوه کتابتون، يوه پخلنځي او د کنفرانسو د يوه سالون درلودونکې ده.

هغه زياته کړه، چې له دې مخکې د اوبو د تنظيم د رياست کارکوونکو  د کليو د پراختيا وزارت اړوند په درېيو خونو کې فعاليت کاوه.

دا ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، چې د بدخشان ولايت اوسېدونکي د برېښنا د بندونو د جوړولو غوښتونکې دي.

د فيض اباد ښار يوه اوسېدونکي غلام حضرت پژواک ته وويل: ((موږ په داسې حال کې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې يو، چې کوکچه سيند ډېرې اوبه لري.))

د هغه په وينا، که دولت د کوکچې له سيند څخه ګټه واخلي، نو د بدخشان ترڅنګ به يو شمېر نور ولايتونه هم له برېښنا برخمن شي.

له بل پلوه د انرژۍ اوبو او برېښنا وزارت مرستيال له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې هغوى د کوکچې اوه سيمې مطالعه کړې دي.

ضيايي زياته کړه، چې د کوکچې سيند اوبه د زرو ميګاواټو برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو په دې برخه کې تر اوسه کومه مرستندويه سرچينه نه ده پيدا شوې.