Language

ملګري ملتونه په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو د دايمي شتون لپاره هڅه کوي

کابل(پژواک دلړم ١٩مه ٩٠): د کډوالو په چاروکې دملګرو ملتونو ادارې دلومړي ځل لپاره په ګاونډيو هېوادونوکې د افغان کډوالو د دايمي شتون په اړه ؛يوه ګډه ستراتيژي ترتيب او تنظيم کړې ده.

دا مطلب د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونوUNHCR عالي کميشنر انتونيوګوتيرس نن(دلړم ١٩مه) په کابل کې ديوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګندکړ.

نوموړي  وويل،چې هغوى دا ستراتېژي  د افغانستان،ايران او پاکستان له هېوادونو سره په ګډه جوړه کړې ،چې د يو کنفرانس له لارې به نړيوالې ټولنې ته په راتلونکي کال کې وړاندې شي،څو ملګري ملتونه هغه منظور او  تاييد کړي.

هغه زياته کړه: (( موږ به د نړيوالۍ ټولنې ملاتړ ددې ستراتيژي په اړه جلب کړو.))

نوموړي زياته کړه،چې دا ستراتېژي  به  نه يواځې په دوو ګاونډيو هېوادونو (ايران او پاکستان)  کې د افغان کډوالو د اوسېدو د وضعيت  په هکله متمرکزه وي، بلکې له راستنيدو څخه وروسته له هغوى سره مرستې هم پکې شاملې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنر وويل: ((کله چې افغان کډوال دوباره خپل هېواد ته راستنېږي، دهغوى په بيا مېشت کېدو کې  اغېزمن واقع شو او قوي پروګرامونه ترلاس لاندې ورلرو،څو دافغانانو راستنېدل دايمې بڼه واخلي.

ګوتيرس وايي،هغه ستراتېژي چې اټکل کېږي نړيوالې ټولنې ته وړاندې شي،دافغانانو دايمي شتون دى ،.چې په کې  راز راز نظرونه موجود دي.

هغه يادونه وکړه: (( په دې ستراتېژې کې يو بل نظر هم شتون لري،هغه دا چې په افغانستان کې د راستنېدونکو دوباره ميشتېدل دايمي وي،څو خپلو پلرنيو سيمو ته ستانه شي.))

هغه زياته کړه،چې د ژوند لومړنى اړتياوې ، ملکيت او ځمکې ته لاسرسى او د بوختياوو اسانتياوې هغه موضوعات دي،چې د دوباره مېشت کېدلو په پروګرام کې اغېزمن واقع کېداى شي.

دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کميشنر وويل، چې په دې ستراتېژي کې به دافغان کډوالو  پر کوربه هېوادونو (پاکستان او ايران ) هم رڼا واچول شي او په هغوو سيمو باندې به زيات تمرکز وشي ،چې افغانان په کې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو اداره په داسې حال کې په ګاونډويو هېوادونو کې دافغان کډوالو د دايمي شتون د ستراتېژي په اړه خبر ورکوي،چې لا هم يو شمېر افغان کډوال په ايران او پاکستان کې د خپل ژوند د وضعيت په اړه شکايت کوي.

په ايران کې يو شمېر کډوال وايي،چې د ايران پوليس هغوى  ځوروي او له خپل هېواد څخه يې وباسي.

يو شمېر نور بيا ادعا کوي،چې له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې ،يا د ايران نورو ښارونو ته په جبر لېږدول کېږي او ياهم هېواد ته شړل کېږي.

افغان کډوال په پاکستان کې هم د پوليسو له ځورولو او د کډوالۍ د نامساعدو شرايطو له امله شکايت کوي.

په ايران او پاکستان کې افغان کډوال وايي،چې اوس هم  په هېواد کې ناامنۍ دوام لري او دکار زمينه هم شتون  نه لري ،څو هېواد ته ستانه شي.

ديادونې وړده،چې په پاکستان کې دامهال يو نيم ميليون افغان کډوال راجستر دي او يو نيم ميليون لاهم نه دي ثبت شوي، په ايران کې له دريو ميليونو څخه زيات افغان کډوال مېشت دي ،چې کابو يوميليون يې ناقانونه دي.

دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمېشنر په نننۍ غونډه کې وويل،چې هغه په کندهار کې  د ملګرو ملتونو پر دفتر د وروستي بريد د قربانيانو له کورنيو سره د ډاډينې او خواخوږۍ په خاطر افغانستان ته راغلى دى.

په کندهار ښار کې د لړم په ٩مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ ودانۍ ته څېرمه وسلوال او ځانمرګي بريد کې ،ددې ادارې څلور افغان ساتونکي او د شپږمې حوزې امر ووژل شول.

نوموړي وويل: (( که څه هم دکندهار پېښه ورته زړه بوګنونکې ده، خو ملګرې ملتونه به سربېره له دې هم په افغانستان کې ؛خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.))

هغه يوځل بياټينګار وکړ،چې دکډوالوپه چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مخکې کلنو څخه په افغانستان کې فعاليت کوي، دافغان ولس ترڅنګ ولاړه او خپلې مرستې به ونه سپموي.

هغه زياته کړه،چې ددې ادارې پروګرام نه يواځې په افغانستان ،بلکې دنړې په ګوټ ګوټ کې  په بشردوستانه ، غيرسياسي او ناپېيلي  ډول پرمخ وړل کېږي.

دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمېشنر يادونه وکړه،چې دا کمېشنرۍ په افغانستان کې اوږدمهالى شتون لري، د بېلابېلو بدلونونو شاهده وه، او ددې سازمان پروګرامونه دهغوو کسانو لپاره چې ډېر زيانمنونکي دي ځانګړي شوي دي.