منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ځنګلونو وهلو او جنګونو په کونړ کې د شين چاى کرلو پروسه درولې

پژواک خبري اژانس
· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

اسعداباد (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): د کونړ د کرنې رياست مسوولين وايي، چې د ځنګلونو د وهلو او په جګړو کې د کيمياوي توکو زيات کارولو هوا ګرمه کړې، چې له امله يې په دغه ولايت کې د شين چاى کرل له منځه تللي دي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ د څېړنو د څانګې مدير ميرويس وايي، چې په ١٣٤٥ لمريز کال کې يوې چينايي کمپنۍ په دغه ولايت کې د شين چاى د کرلو لپاره سروې کړې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٣٥١کال پر مهال په دې سيمه کې شين چاى کرل پيل شول او له همدغه کال څخه تر ١٣٦٧کال پورې يې ښه حاصلات ورکول.

ميرويس وايي، چې وروسته پر هېواد د شوروي اتحاد د يرغل او وروسته بيا د کورنيو جګړو له امله دغه فصل له منځه ولاړ.

د کونړ د کرنې رياست د څېړنو مدير وايي، چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې يو ځل بيا د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د شين چاى د کرلو لپاره هلې ځلې پيل شوې او پر همدغه کال د پاکستان له مانسهرې سيمې د چاى درې زره بوټي راوړل شول.

خو هغه زياتوي، چې له ډېرو تجربو او ارزونو وروسته يې کومه نتيجه ورنه کړه او يواځېنى لامل يې د ځمکې پي ايچ يا د خاورې مالګين تېزاب زياتېدل په ګوته شو.

نوموړي د ياد تېزاب د ډېرېدو لامل په دغه ولايت کې د ځنګلونو وهل او د جنګونو پر مهال د کيمياوي توکو کارول ياد کړل.

دغه راز ميرويس د دغه کار بل لامل د هوا بدلون په ګوته کړ، چې د ده په وينا، د پاکستان د مانسهرې هوا سړه او د کونړ نسبتاً ګرمه ده، چې د هوا ګرموالى د ځمکې په پي ايچ کې تغيير رامنځته کوي.

د کرنې رياست د څېړنې مدير وايي، چې د شين چاى لپاره د پي ايچ اندازه څلور اعشاريه پنځه وي او په دې کچه ښه حاصلات ورکوي، خو د دغه ولايت د ځمکې د پي ايچ اندازه له اتو نه هم زياته شوې ده.

د هغه په وينا، د دغه ولايت خاوره د شين چاى د کرلو لپاره وړ نه ده، ځکه چې د ځمکو لوړ پي ايچ (PH) د دې لامل شوى، چې شين چاى ښه نتيجه ورنه کړي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د سالارباغ د قُريې پالونکى زړور خان وايي، چې له تېرو ديارلسو کلنو راهيسې د کرنې په برخه کې کار کوي او په شپږ جريبه ځمکه کې يې شين چاى کرلى وو.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په لومړيو کلونو کې چاى ښه حاصل ورکاوه او لامل يې دا و چې په خپله د چينايانو له خوا بزغلى کرل کېده او د اقليم له شرايطو سره سم روزل کېده او ښه حاصل يې درلود.

دى وايي، دغه بزغلى، چې اوس د پاکستان له مانسهرې سيمې راوړل شوى د اب او هوا د بدلون او توپير له امله يې ښه نتيجه ورنه کړه او وچ شو.

هغه زياتوي: ((زموږ يوې هڅې هم کومه پايله ورنه کړه.))

د محمدزمان په نوم يو بل کروندګر هم د ورته نظر په څرګندولو سره وايي، چې په اصل کې له پاکستان څخه راوړل شويو بوټو ستونزه درلوده او له هماغه ځاى زخميان وو.

نوموړي وويل، چې ياد بوټي له يوې شخصي قريې راوړل شوي وو او له پيله څرګنده نه وه، چې دا به ښه حاصل ورکړي او کنه.

يوه بل کروندګر صديق الله وايي، چې که څه هم د دې ځمکې د پي ايچ اندازه زياته ده، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت له چارواکو غواړي، چې دلته د شين چاى کرلو ماهرين راولېږي، ترڅو په کونړ کې کروندګرو ته روزنه ورکړي.

نوموړى دا هم وايي، چې د کرنې رياست بايد د چينايانو په څېر په خپله د شين چاى بزغلى توليداو بيايې وکري، ځکه چې دا بيا له ځايي هوا سره برابره وي.

نوموړى د کرنې په وزارت نيوکه کوي، چې په تېرو درېيو کلنو کې د شين چاى له دغه باغ څخه د ليدنې لپاره څوک نه دي ور لېږلي.

د يادونې ده، چې شين چاى په افغانستان کې يو له هغو توکو ګڼل کېږي، چې په پراخه کچه کارول کېږي، خو اوس هېواد ته له بهر نه راځي.