منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سفما ١٥ خبريالان د زده کړې لپاره پاکستان ته لېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٠): د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنه (سفما) ١٥ افغان خبريالان د يوې مياشتنۍ زده کړې لپاره پاکستان ته لېږي.

په افغانستان کې د سفما مشر احمدضيا بوميا نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ١٥ تنه به د روانې مياشتې په ١٤مه د پاکستان د لاهور ښار ته ولېږل شي او هلته به د (سوت ايشيا ميديا سکول ) په نوم انستيتوت کې د خبريالۍ په برخه کې زده کړې وکړي.

هغه وويل، چې د يادو خبريالانو د زده کړو لګښت سفما ورکوي.

دى وايي، چې دغو زده کړو ته له ټولو ولايتونو ٣٦ تنو وړانديز کړى و، خو له دې ډلې په شرايطو برابر ١٥ تنه له کابل، کونړ، ننګرهار، بلخ ، خوست، کندهار، لغمان او ميدان وردګو ولايتونو څخه غوره شوي دي.

د سرچينې د معلومات له مخې، په رسنيو کې فعاله دنده، له انګليسي او يا اردو ژبې سره بلدتيا او د ٣٠ او ٣٥ کلونو تر منځ عمر له يادو شرايطو څخه دي.