منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

نړيوال بانک له افغانستان سره ٢٧،٧ ميليونه ډالره مرسته کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠): نړيوال بانک د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان له لارې د افغانستان د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د ٢٧،٧ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کوي.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان مرستيال انجنير محمد آقا پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې مرستې تړون نن د انرژۍ او اوبو وزارت او ياد شوي سازمان تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

سرچينې په ډاګه کړه ، چې يادې شوې پيسې د شپږو مياشتو په اوږدو کې داوبولګولو شبکې د بيارغونې، د اوبو د دوه يا درېيو کوچنيو بندونو په ډيزاين او جوړولو ، د انرژۍ او اوبو وزارت د کارکوونکي د کاري وړتيا د لوړولو او د هوا پېژندنې د خدمتونو د وړاندې کولو او د اوبو د اندازه کولو په برخو کې ولګول شي.

دهغه په وينا ، له دې مرستې نه به ٣٠٠ زره هکتاره ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې راشي او نږدې ٢٣٠ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د يادې شوې پروژې د پلي کېدو په پايله کې به تر اوبو لاندې ځمکې کچه ١٥ سلنه او د کرنيزو توليداتو کچه ٢٠ په سلو کې لوړه شي.