منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ايران څخه هېواد ته د افغان متخصصينو د راستنولو لپاره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ٩٠): ايران له دې هېواد څخه افغانستان ته د افغان متخصصينو د بېرته راګرځېدو په برخه کې څلور سوه زره امريکايي ډالره مرسته کوي.

په دې اړه نن په کابل کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير جماهير انوري، په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي او په افغانستان کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان د مشر مارکو باسو (Marco Boasso) ترمنځ تړون لاسليک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ايران کې شاوخوا ٣٦زره د بېلابېلو برخو افغان متخصصين ژوند کوي.

جماهير انوري وايي، چې له يادو متخصصينو څخه به هغه شمېر افغان متخصصين د کډوالۍ د نړيوال سازمان ( IOM) د پروګرام له مخې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر نظارت لاندې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي، چې د مرستې يادې پيسې يې اړينو چارو ته بسنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د ايران د يادې شوې مرستې له پيسو څخه به د راستنېدونکو متخصصينو د راستنېدو د لګښت ترڅنګ، د يو کال لپاره د هغوى مياشتنۍ تنخوا او د کورنۍ لګښت هم ورکول کېږي. 

په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي وويل، ايران ځکه په دې برخه کې مرسته کوي، چې په افغانستان کې به د بهرنيو متخصصينو پر ځاى افغان متخصصين کار وکړي.

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په ايران کې شاوخوا ٣٠٠زره افغانان، چې ٤٦ سلنه يې نجونې او ٥٤ سلنه يې هلکان دي، په ښوونځيو او ٣٥٠٠ افغان د لوړو زده کړو په موسسو کې په زده کړو بوخت دي.

دى وايي، چې د ايران په ښوونځيو کې پر يو زده کوونکي د کال ٦٠٠ امريکايي ډالره او د لوړو زده کړو په موسسو کې پر يوه محصل د کال١٢٠٠ ډالره لګښت راځي.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړيوال سازمان مشر مارکو باسو د ايران له يادو شويو ٤٠٠زره ډالرو مرستې څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې  په  دې برخه کې د نورو هېوادونو مرستو ته اړتيا ده.