خوست ښار (پژواک ٤ مرغومى ٩٠): د خوست د کرنې رياست چارواکي وايي، چې له يوې ازموينې وروسته په ډاګه شوې، چې له هرات څخه په خوست کې د زعفرانو کښت ښه پايله درلوده.
د خوست ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس انجنير فضل الرحيم نن د (مرغومي په ٤ مه) پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ازمايښتي ډول يوه اندازه زعفران کرلي و، چې حاصل يې د هرات ولايت په پرتله ډېر ښه و.
هغه وويل: ((په هرات ولايت کې په يوه فصل کې يو جريب ځمکه يو کيلو ګرام د زعفرانو حاصل ورکوي، خو په خوست کې مو په ازمايښتي ډول په يو جريب ځمکه کې د کر له موسم څخه ډېر ناوخته زعفران وکرل او په پنځلسو ورځو کې يې ٤٥٠ ګرامه حاصل ورکړ.))
د ده په وينا، که دوى ياد زعفران په خپل وخت کرلي واى، تر يونيم کيلو پورې يې حاصل ورکاوه.
نوموړى وايي، چې که په دغه ولايت کې د زغفرانو کښت دود شي، نو کروندګر به ډېره زياته اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
په هرات ولايت کې د زعفرانو د کروندګرو شورا تېره مياشت ويلي و، چې په روان کال کې له دې ولايت څخه ١٧٩٢ کيلوګرامه د زعفرانو حاصل ،چې ١٢٥ ميليونه افغانۍ ارزښت لري ، ترلاسه شوى دى.
د خوست د کرنې رياست سرپرست رييس وايي، چې د خوست ځمکې زياتره للمي دي او زعفران په وچو او للمي ځمکو کې ښه حاصل ورکوي.
په خوست کې د روان کال د لړم په مياشتکې د کرنې رياستد لومړي ځل لپاره په ازمايښتي ډول زعفران کرلي و.
ياد زعفران ددغه رياست اړوند د څېړنيز فارم په يو جريب ځمکه کې کرل شوي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير انجنير محمد رحيم هم پژواک اژانس ته وويل، چې په خوست کې کرنيزه ځمکه لږه ده او د خلکو د اړتياوو په کچه حاصل نه شي ورکولى.
د هغه په وينا، که کروندګر د زعفرانو کښت ته وهڅول شي او د دولت له خوا مرسته ورسره وشي، نو د عامو خلکو ډېرۍ ستونزې به ورسره هوارې شي.
د خوست کروندګر هم دې ولايت ته د زعفرانو د تخم په راوړلو او د ښو پايلو د خبريدو له امله خوښ دي.
د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکيګلاب خان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى کرنيزې ځمکې لږ لري او که د زعفرانو کرل دود شي، کروند ګر به له لږ ځمکې څخه ډېره ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره، د دوى ځمکې ښه حاصل ورکوي او که د زعفرانو ازموينه په لرې پرتو سيمو کې هم ترسره شي، دوى به په ډاډه زړه دې کر ته مخه کړي.
په خوست ولايت کې پخوا کوکنار هم کرل کيدل، خو د چارواکو په وينا، له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کچه صفر شوې ده.
د خوست ولايت د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال پژواک اژانس ته وويل، چې دا مهال په ټول خوست کې يو بوټى کوکنار هم نه دي کرل شوي.
نوموړی وايي، چې له همدې امله خوست ته يو ځل بيا د تېر کال په څېر يو ميليون ډالر په امتيازي ډول ورکړل شوي دي.
د کرنې سرپرست رييس انجنير فضل الرحيم وايي، چې د نشه يي توکيو پر وړاندېد مبارزې رياست سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې په يادو پيسو د زغفرانو تخم واخلي او پر کروندګرو يې وويشي.
د يادونې ده، چې زعفران په لومړي ځل په هرات ولايت کې وکرل شول او ښه پايله يې درلوده،چې اوس مهال په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم کرل کيږي.









