کندهار ښار ( پژواک ٨ مرغومى ٩٠ ) : د کروندګرو کرنيزو محصولاتو د ډېر والي په موخه د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ له کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.
پر کروندګرو د کرنيزو توکيو د وېش دا لړۍ نن د دې ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې د ده لاهور او سيدانو د کليو پر اوسېدونکو پيل او وروسته به نورو سيمو ته هم وغځېږي.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د IRD په نوم مرستندويه ادارې د کوکنارو او بنګو د کښتونو د مخنيوي په موخه پرېکړه کړې، چې د نورو بشري مرستو تر څنګ له هغوى سره د کرنيزو توکيو مرسته هم وکړي.
هغه زياته کړه، د ولسوالۍ د مقام او د کرنې رياست د ترويج مديريت په همکارۍ يې د کروندګرو لېست ترتيب کړى، چې د تذکرې په لرلو سره به له هر کروندګر سره د ٤٨٠٠ افغانيو په بدل کې د کرنې د يوه کېټ مرسته کېږي.
د نوموړي په وينا، په يوه کيټ کې د بادرنګو، موليو، بانجانو، روميانو، پيازو، سبزيو، ګازرو، بېنډيو، مرچو، هندواڼو، خټکيو، ماشو، جوارو او شپتلو اصلاح شوي تخمونه ٦ پارسله توره او ٤ پارسله سپينه کيمياوي سره شامله ده.
ولسوال وايي، چې د دې مرستې له لارې به د کروندګرو کرنيز محصولات ډېر او اقتصاد ته به يې د پام وړ ګټه ورسېږي.
د ده لاهور د سيمې يوه کروندګر نور محمد، چې دا مرسته يې تر لاسه کړې وه، خوښ ښکارېده، خو د لا ډېرو مرستو غوښتنه يې کوله.
هغه وويل، چې دلته ټول خلک وچکاليو او جګړو ځپلي دي، په کار ده له خلکو سره د اوږد مهال لپاره کرنيزې مرستې وشي، تر څو خلک بېرته د پخوا په څېر په پښو ودرېږي او شته ستونزې يې هوارې شي.










