اسلام اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): په پاکستان کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي، چې د کوهاټ تونل دې د افغان کډوالو پر مخ پرانيزي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوېلي ولسواليو کوهاټ، کرک، بنو، هنګو، ټل، پاړه چنار او شاوخوا نورو سيمو په لسګونو پنډغالو، کليو او ښارونو کې لسګونه زره افغان کډوال مېشت دي.
د دغو سيمو يواځينۍ لاره، چې له پېښور او بيا تورخم سره نښلول کېږي، هغه د کوهاټ تونل دى، چې شاوخوا څلور کيلومتره اوږدوالى لري، خو دغه تونل له تېرو څو مياشتو د افغان کډوالو پر مخ بند دى، خو ځايي اوسېدونکي کولاى شي، چې له دغه تونل څخه تګ راتګ وکړي.
په کوهاټ کې يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې پر له دغه تونل څخه د افغان کډوالو پر تګ راتګ بنديز، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د عاشورې د مراسمو پر مهال د لنډې مودې لپاره لګول شوى و.
سرچينې زياته کړه، چې د دغه تونل د امنيت چارې د پوځ له سرتېرو سره دي او هغوى وايي، تر څو چې د دې لارې د خلاصولو بل امر ورته نه وي شوى، دوى به يې د افغان کډوالو پر وړاندې بنده ساتي.
اوس دا دى دوه مياشتې کېږي، چې لا هم دغه لاره د افغانانو پر مخ تړلې ده.
د پاکستان په پېښور ښار کې د افغانستان کونسل جنرال ابراهيم خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خيبر پښتونخوا ايالت له والي يا ګورنر سره يې د دې ستونزې په اړه خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، ګورنر ورته ډاډ ورکړى، چې ډېر ژر به له اړوند مسوولينو سره په دې اړه خبرې وکړي، څو دا لاره د افغان کډوالو پر وړاندې بېرته پرانيزي.
هغه زياته کړه: ((د کوهاټ، هنګو، ټل، پاړاچنار او نورو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو استازو څو وارې موږ ته په دې اړه شکايتونه کړي دي.))
په اسلام اباد کې د افغانستان د لوى سفارت فرهنګي آتشه زردشت شمس بيا پژواک اژانس وويل، دا يوه جدي ستونزه ده، چې په اړه يې سفارت ته هم افغانانو شکايتونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې څو ورځې مخکې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي پېښور ښار ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.
د شمس په وينا، ټاکل شوې، چې په نږدې ورځو کې سفير د خيبر پښتونخوا ايالت له مشر وزير سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
نوموړى وايي: ((د افغانستان سفارت له پاکستاني مقاماتو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې دا ستونزه هواره کړي، څو افغان کډوال وکړاى شي د کوهاټ تونل له لارې پېښور او افغانستان ته تګ راتګ وکړي.))
د شمس الرحمن په نوم يوه افغان کډوال، چې په کوهاټ کې اوسېږي، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې سيمه کې مېشت افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((ډېرى خلک خپل ناروغان پېښور ته وړي، خو د تونل د بندېدو له امله نه شي کولاى، چې دغه کار وکړي.))
د حاجي سلطان په نوم يو افغان کډوال پژواک ته وويل، چې د دوى خپلوان په پېښور او افغانستان کې اوسېږي، خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې ورسره تګ راتګ بند شوى دى.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ يوه وياند قيصر اپريدي هم دا ستونزه تاييدوي او وايي، چې په دې اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، پاکستاني چارواکو ورته کلک ډاډ ورکړى، چې ډېر ژر به د کوهاټ د تونل لاره د افغان کډوالو پر مخ خلاصه کړي.










