اسلام اباد (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د پاکستان د کډوالو چارو وزير وايي، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به ټول هغه افغان کډوال له خپل هېواد څخه اوباسي، چې غيرقانوني او له راجسټر پرته په دغه هېواد کې مېشت دي.
د پاکستان د کډوالو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کډوالو او سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله خان دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په پنجاب ايالت کې د افغان کډوالو په کمېشنرۍ کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
شوکت الله خان ويلي، چې د دوى د وزيرانو شورا (کابينې) پرېکړه کړې، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به ټول هغه افغانان خپل هېواد ته و ايستل شي، چې په غيرقانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.
هغه زياته کړه: ((کوم افغانان چې دلته د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري او يا هم ځانونه يې نه دي راجستر کړي، نو بايد د روان زېږديز کال د ډسيمبر مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې خپل هېواد ته ستانه شي.))
د نوموړي په وينا، له يادې نېټې وروسته به له غيرقانوني کډوالو سره قانوني چلند کېږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس د پاکستان له دولت او ولس څخه مننه وکړه، چې په تېرو دريو لسيزو کې يې افغانانو ته په خپل هېواد کې ځاى ورکړى دى.
هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې د کډوالو د بېرته ستنولو موضوع يو اړخېزه نه ده، بلکې په دې اړه به د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ په درې اړخېزه غونډه کې پرېکړه کېږي.
شمس وايي، چې د افغانستان اوسني حالات د دې ايجاب نه کوي، چې په يو وار دې سلګونه زره کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر انتونيو ګيوټرز تېره اونۍ پاکستان ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې وې.
د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ويلي و، چې نړيوالې ټولنې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هېر کړي؛ نو ځکه بايد دغه کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
خو په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، چې ځايي چارواکي د کډوالو د بېرته ستنولو څرګندونې د دې لپاره کوي، چې د نړيوالو پاملرنه دغه لوري ته واړوي.
د پنجاب په پينډۍ ښار کې مېشت يو افغان کډوال امام الدين وايي، چې پاکستان غواړي په دغه کار سره د کډوالو ايستو په پلمه له نړيوالو پيسې ترلاسه کړي.
هغه پژواک ته وويل: ((هر کال دوه درې ځلې پاکستان دا ډول څرګندونې کوي، زموږ په نامه چې کومې پيسې راځي، ٨٠ سلنه يې د دولت جېب ته ځي.))










