خوست ښار (پژواک ١٢ کب ٩٠): د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي اېښودل کېږي او ٢٥٠ مېوه لرونکي باغونه هم جوړېږي.
د دې موخې لپاره د نيالګيو اېښودلو اشر پرون (د کب ١١مه) د خوست مرکز لوېديځ ته د متون بابا د غونډۍ پر سر د ډُول په وهلو سره پيل شو، چې په کې پر دولتي چارواکو او مامورينو سربېره، سلګونو خلکو هم ګډون کړی وو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، غواړي چې د دې اشر په ترڅ کې په خوست ښار او شاوخوا سيمو او ولسواليو کې پنځه ميليونه نيالګي کېږدي، چې په دې سره به دغه سيمې سمسورې او ښکلې شي.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو شويو نيالګيو کې ډېری برخه يې مېوه لرونکې ونې دي، چې د خوست د بېلابېلو دولتي ادارو په مالي لګښت پلورل شوې دي.
د خوست د کرنې سرپرست رييس انجنير فضل رحيم پژواک ته وويل، چې د نيالګيو له ياد شوي شمېر څخه د خوست په بېلابېلو سيمو کې نږدې ٢٥٠ مېوه لرونکي باغونه جوړوي.
نوموړي زياته کړه، چې په خوست کې د اېښودل کېدونکو نيالګيو د ساتنې لپاره يې هم يو پروګرام په نظر کې نيولى دی، ترڅو دغو نيالګيو ته پر خپل وخت اوبه ورکړل شي او د له منځه تلو مخه يې ونيول شي.
د خوست د صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي کريم چې په دغه اشر کې يې برخه اخيستى وه، وويل چې د دغو ونو په اېښودلو سره به دغه ولايت نور هم سمسور او ښکلی شي.
هغه له ټولو خلکو غوښتنه وکړه، چې په داسې پروګرامونو کې دې برخه واخلي، خپل هېواد او سيمې دې په خپله سمسورې کړي.
د خوست د چاپېريال ساتنې رياست وايي، چې ونې د چاپېريال په پاک ساتلو کې ډېره مهمه برخه لري او په دې سره د هغو ستونزو مخنيوی کېږي، چې د ونو د نه شتون په صورت کې رامنځ ته کېږي.
د سرچينې په وينا، په اوس وختو کې په دغه ولايت کې د ونو اېښودلو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې هر کال د خوست په بېلابېلو سيمو کې په سلګونه زره نيالګي اېښودل کېږي، خو له څو مياشتو وروسته يې زياته برخه له منځه ځي؛ ځکه هغوی ته پر خپل وخت اوبه نه رسېږي او د ساتلو لپاره منظم پلان هم نه لري؛ خو چارواکي ټينګار کوي چې د نيالګيو د ساتنې لپاره يو منظم پروګرام په پام کې نيول شوى دى.









