منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لس ميليونه ډالره په افغانستان کې بېځايه شويو او زيانمنو کورنيو ته ځانګړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک ١٩ کب ٩٠): د کډوالو له نړيوال سازمان سره په روان زيږديز کال د جاپان له ٢٦،٧ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې څخه به لس ميليونه په افغانستان کې ولګول شي .

دا څرګندونې په کابل کې د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي .

سرچينه ليکي،چې جاپان دغه پيسې د کډوالو، بېرته راستنېدونکيو، بې ځايه شويو او په دې بهير کې له زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې په موخه ځانګړې کړې دي .

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې پاتې ١٦،٧ ميليونه ډالره به د يادشوي سازمان لخوا په يادو برخو کې په جيبوتي ، غنا ، کينيا، راوندا ، کوت ديفوار ، سوماليا او زيمبابوۍ کې ولګول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ٧٠ زره کورنۍ د ناامنيو او طبيعي پېښو له امله له خپلو اصلي سيموبېځايه شوې دي .

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا مهال په ايران کې څه باندې دوه ميليونه افغان کډوال او په پاکستان کې هم شاوخوا دوه نيم ميليونه افغان کډوال ژوند کوي .