منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ختيځو ولايتونو د ځنګلونو د بيارغونې او احيا په موخه پروژې پيليږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسين ساپي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژه د کرنې وزارت له لارې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې پلې کېږي.

هغه زياته کړه، چې په همدې موخه يې نن په درېيو واړو ولايتونو کې د ۱۰۰۰ تنو لپاره د ځنګلونو د ساتنې، پالنې او رغونې څلور ورځني روزنيز پروګرامونه پيل کړل.

د کرنې رييس وويل، چې له کورنيو جګړو څخه په ننګرهار کې ۱۳۴۰۰۰ هکتاره، په لغمان ۷۷۰۰۰ او په کونړ کې ۲۰۰۰۰۰ هکتاره ځنګلونه خوندي پاتې دي، چې له دېرش کاله وړاندې د ځنګلونو پنځوس سلنه جوړوي.

محمدحسين ساپي زياته کړه، چې د ډنمارک پر ترسره کېدونکې مرستې به د سيمې په خلکو کې د عامه پوهاوي، قوريو جوړولو او ځنګلونو ساتنې پروګرامونه جوړ شي.

د شينوارو د قومونو د شورا يوه مشر ملک عثمان پژواک اژانس ته وويل، چې د قومي تړون له مخې توانېدلى، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د هسکې مېنې ولسوالۍ او سپين غره د لمنو ځنګلونه وساتي.

 د نوموړي په وينا، په دې برخه کې ورسره دولت هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، خو زياته يې کړه، چې که ياده شوې پروژه پلې شي، نو د ځنګلو په ساتلو او احيا کې به ډېره ګټوره ثابته شي.