غزنی ښار (پژواک ۲۷ کب ۹۰): د غزني ولايت د كرنې او اوبو لګولو رياست چارواكي وايي،چې په غزني ښار کې به په نوي کال کې ١٥٠زره مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کېښودل شي.
د غزني دكرنې او اوبو لګولو رييس سلطان حسين عباسيار نن (د کب ٢٧ مه) پژواك خبري اژانس ته وويل،چې د غزني په ښار او اړوند سيمو کې به يې په نوي (١٣٩١) کال کې ١٥٠زره مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کېښودل شي.
د هغه په وينا، د نيالګيو د ايښودلو بهير به د ښار له اسفندي سيمې څخه پيل او د روضې تر سيمې به د سړك پر دواړو غاړو، چې اوږدوالى يې ۱۴ كيلومتره دى، ترسره شي.
نوموړي وويل، چې دغه راز به نور نيالګي د غزني ښار اړوند د جنګل باغ په سيمه کې کېږدي.
عباسيار زياته کړه، چې دغه نيالګي دکرنې رياست اړوند دکرنيز فارم له قوريو څخه اېښودل کېږي.
خو د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې تېر کال هم د ياد رياست لخوا ګڼ شمېر نيالګي ايښودل شوي وو، خو د هغوى د نه پاملرنې له امله بېرته وچ شول.
د غزني ښار اوسېدونكي نجيب الله پژواك اژانس ته وويل، چې هر کال د غزني ښار په پارکونو، د سړک پر غاړو او نورو سيمو کې نيالګي ايښودل کېږي، خو ډېر ژر بېرته وچ شي.
نوموړى وايي، چې اړوند مسوولين بايد سږ کال دايښودل شويو نيالګيو ساتنې ته هم پوره پاملرنه وكړي، ترڅو د تېرو کلونو په څېر بېرته وچ نه شي.
د غزني د كرني او اوبو لګولو رييس هم دغه ستونزه مني او وايې: ((په تېرو كلونو كې مو كافي بودجه نه درلوده او بارانونه هم كم وو، خو سږ كال بودجه هم لرو او بارانونه هم زيات دي او د نيالګيو كېنول به ښه نتيجه وركړي.))
عباسيار له خلكو وغوښتل، چې د چاپېريال د پاكوالي او د ښار د شين والي په موخه دي يو، يو نيالګى كېنوي او د دوى له خوا پر کېنول شوو نيالګيو دې هم پام وکړي.
د يادونې ده، چې تېر كال هم په غزني كې درې سوه زره نيالګي د ښار په بېلابېلو سيمو كې ايښودل شوي وو، چې د خلکو په وينا، ګڼ شمېر يې بېرته وچ شول.










