کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٠): سره له دې چې د افغانستان ٨٥ سلنه خلک په کرنه او مالدراۍ بوخت دي، خو بيا هم په کال کې نږدې څلور ميليونه ټنه لبنيات له بهر څخه راوړل کېږي.
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، چې شته امکاناتو ته پام سره يې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې مالدارۍ ته د ودې ورکولو په برخه کې کار کړى، خو د چارو شنونکي په دې برخه کې ترسره شوي کارونه کافي نه بولي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د مالدارۍ او څارويو د روغتيا رياست مشر محب الله حليمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا دېرش کاله مخکې افغانستان له خپلو څارويو په کافي اندازه شيدې ترلاسه کولې.
خو د هغه د څرګندونو له مخې، د تېرو شاوخوا درېيو لسيزو جګړو او د تېرو څو کلونو وچکاليو له امله د دغو څارويو ډېره برخه له منځه ولاړه.
حليمي وايي، چې دغه وزارت په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د مالدارۍ د ودې لپاره تر خپل وس هڅې کړې او دې برخې ته د ودې ورکولو لپاره يې د نړيوالو موسسو او ځينو هېوادونو مرستې راجلب کړې دي.
دى وايي، چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې په کابل، کندوز، بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې د لبنياتو پنځه ټولنې، چې شاوخوا ٤٩ کوپراتيفونه په کې ګډون لري، جوړې شوې دي.
دغه کوپراتيفونه له کليوالو مالدارانو جوړ شوي دي.
حليمي وويل، چې د کرنې وزارت له لارې له هرې يوې يادې ټولنې سره له څلور ميليونو تر شپږ ميليون ډالرو مرسته شوې ده.
سرچينې زياتې کړه، چې دغه ټولنې په اړوند سيمو کې بزګرانو ته اړين تخمونه د پيسو په بدل کې ورکوي، له مالدارانو شيدې پېري او تر پروسس وروسته يې بازار ته وړاندې کوي.
دى وايي، چې دغه ټولنې له جوارو، اوربشو، کنجاړې او نورو توکو څخه مخصوص حيواني خواړه هم برابروي او د پيسو په بدل کې يې مالدرانو ته ورکوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو ټولنو څخه ځينې يې څو ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي، لکه د کابل ټولنه چې د ميدان وردګو او لوګر ولايتونه هم تر پوښښ لاندې نيسي.
دى وايي، چې د يادو ټولنو ترڅنګ دغه مهال د (پيمان ايسکريم ، هرات ايسکريم، د بغلان لبنيات، افغان لبنيات او وطني لبنيات ) فابريکې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لري او لبني توکي پروسس کوي.
د ده د څرګندونو له مخې، يادې فابريکې او ټولنې په ټوليز ډول په يو کال کې شاوخوا يو عشاريه اوه ميليون ټنه لبنيات لکه شيدې، کوچ، مستې، پېروى او نور تر پروسس او پاستورېزه (له مکروبونو څخه تر پاکېدو) وروسته بازار ته وړاندې کوي.
خو دى وايي، چې کورني توليدات اړتيا نه شي پوره کولاى او هر کال درې اعشاريه اوه ميليون ټنه لبنيات د خصوصي سکټور له خوا له بېلابېلو بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي.
د حليمي په وينا، د کرنې او مالدارۍ وزارت، مالدارانو ته د څارويو د روغتيا او تغذيې، د فارمونو او کوپراتيفونو جوړولو او نورو اړينو برخو کې مشورې ورکوي او د مصنوعي القاح له لارې يې د څارويو د نسل د اصلاح لپاره هم هڅې پيل کړې دي .
ده په دې اړه، چې کله به افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسيا شي، ځانګړى ځواب ورنه کړ، خو زياته يې کړه: ((اصلي ستونزه د بودجې کموالى دى، کومه بودجه چې موږ ته د وزارت له خوا راکړل شوې، په ښه ډول مو مصرف کړې او ترڅنګ يې بله ستره ستونزه د امنيت ستونزه ده، چې ډېر خلک په دې برخه کې سرمايه ګذارۍ ته زړه نه ښه کوي.))
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، دغه وزارت هڅې کوي، چې د لبنياتو د ښه توليد او پروسس په برخه کې فني او مسلکي کدرونه په هېواد کې دننه او بهر وروزي او په دې برخه کې نور کوپراتيفونه هم جوړ شي.
د ده په وينا، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د لبنياتو ملي فدراسيون جوړ او د لبنياتو د ښه او ډېر توليد په برخه کې څېړنيز پروګرامونه جوړ کړي.
د کابل د لبنياتو د ټولنې مشر غلام ذکريا احمدزى هم وايي، چې د خوړو او کرنې نړيوال سازمان (FAO) د نورو مرستو ترڅنګ د پروسس د ماشينونو په برخه کې هم ٢٥٠زره امريکايي ډالره له دې ټولنې سره مرسته کړې ده.
خو دى مالدارۍ ته د ودې ورکولو په برخه کې د کرنې وزارت کړنې کافي نه بولي او وايي، چې حکومت بايد د مالدارۍ له ټولنو سره د شيدو د پروسس د فابريکو لپاره ځمکې ورکړې واى.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ټولنې توليدي فابريکه دغه مهال د کابل ښار د ګذرګاه په سيمه کې د کرنې وزارت په اړوند ودانۍ کې پرته له دې چې کرايه ورکړي، فعاليت کوي.
احمدزى وايي، چې په افغانستان کې دغه مهال د شيدو د پروسس د ټولو فابريکو لبني توکي په يخچالونو کې له ٥ تر ٧ ورځو د ساتنې وړتيا لري.
خو هغه وويل، چې که په دې برخه کې د حکومت په مرسته ډېره پانګونه وشي او په اړينو وسايلو فابريکې جوړې شي، نو کېداى شي چې په افغانستان کې هم داسې لبنيا توليداى شي، چې د ډېر وخت لپاره د ساتنې وړتيا ولري.
دى وايي، چې دغه مهال کورنۍ فابريکې پر خپلو توليدي توکو د توليد او خرابېدو نېټه ليکي او دغه توکي ځکه تر يوې اونۍ په کم وخت کې پلورل کېږي، چې ښه بازار لري.
د کرنيزو چارو ځيني پوهان هم وايي، چې په هېواد کې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د څارويو د روزنې او د لبنياتو د توليد او پروسس په برخه کې اړين کارونه نه دي شوي.
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوى ګل محمد اژير وايي، چې د نړيوالې ټولنې مرستو ته په پام سره دولت بايد په دې موده کې مالدارانو ته د وړو پورونو د ورکولو، د څارويو د نسل د اصلاح ، څارويو ته د خوړو د برابرولو او نورو برخو کې ډېر کارونه کړي واى.
دغه راز دى وايي، چې حکومت بايد ډېر سوداګر هڅولي واى، چې په دې برخه کې يې پانګونه کړې وى .
هغه زياته کړه: (( لازمه نه ده چې موږ هر څه له امريکا راوړو، د کرنې وزارت کولاى شواى د څارويو اصلاح شوي نسلونه په ځانګړي ډول د غواګانو اصلاح شوي نسلونه. چې په لوړه کچه توليد لري ، له ګاونډيو هېوادونو ايران ، پاکستان او ان له تاجکستان څخه چې ځمکنۍ لارې لرو ، راوړل کېدل.))
ده د حکومتي چارواکو د هغو څرګندونو په اړه، چې په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې د مالدارۍ د ودې په لاره کې خنډ شوي دي، وويل: ((په هغو سميو کې چې امنيت شته، هلته هم ما داسې افغاني توليدات نه دي ليدلي، چې د پام وړ وي.))
د اژير د څرګندونو له مخې، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت يوه ناکامي دا ده، چې تر اوسه يې د کرنې او مالدارۍ سکټور د دولت د پراختيايي پلان په لومړيتوب کې نه دى راوستى.
هغه وايي: ((د افغانستان لپاره ډېره د شرم خبره ده، چې د چرګانو هګۍ له ترکمنستان، هند، ايران او يا هم له پاکستان څخه راوړي.))
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي بل استاد پوهندوى نثار احمد کوهستاني هم اژير ته ورته نظر لري.
هغه هم وايي، په تېرو شاوخوا ١١کلونو کې د نړيوالې ټولنې مرستو ته په پام سره په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کافي کار نه دى شوى.
د هغه په وينا، په کار وه چې په دې موده کې د غواګانو لپاره د تازه وښو بېلابېل ډولونه ترويج او تکثير شوي واى او د حيواناتو نوي او اصلاح شوي نسلونه راوړل شوي واى.
دى وايي، چې افغانستان ځکه تر اوسه هم خپل د اړتيا وړ ډېر لبني توکي له بهر څه راوړي؛ چې د کرنې وزارت منظمه تکلاره نه لري او که تګلاره هم ولري، نو اداري فساد يې د پلې کېدو مخه نيولې ده.
د يادو دواړو پوهانو په اند، که په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې بنسټيز کارونه وشي، نو نه يواځې دا چې د کرنيزو او مالدارۍ د محصولاتو په برخه کې به افغانستان پر ځان بسيا شي، بلکې دغه توکي به بهر ته هم صادر کړي.










