منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار د کانال پر ځمکه پراته کډوال د سرپناه غوښتونکي شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ٦ ورى ٩١): د جلال اباد ښار په سوېلي څنډه د کانال پر ځمکه پرتو د راستنو شوو کډوالو سلګونو کورنيو د احتجاجي غونډې په ترڅ کې له دولته د ښارګوټې جوړولو او سرپناه ستونزې د هوارولو غوښتنه وکړه.

دغه سيمه د جلال اباد ښار کابل اډې ته څېرمه د کرنې وزارت د کانال رياست ملکيت دى او له اووه کلونو راهيسې په کې درې زره راستنې شوې کډوالې کورنۍ اوسېږي.

د دې سيمې سلګونو اوسېدونکو د وري په ٦مه، په همدې سيمه کې د لاريون او احتجاجي غونډې پر مهال له دولته غوښتنه وکړه، چې همدغه سيمه دې ورته د رسمي ښارګوټي په بڼه منظوره کړي.

د راستنو شويو کډوالو يوه قومي مشر حاجي محمد ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اووه کاله وړاندې پاکستاني دولت په زور سره له کورمې ايجنسۍ څخه راوشړل.

هغه زياته کړه چې هېواد ته له راتلو وروسته، په حصارشاهي دښته کې مېشت شول؛ خو وروسته د ننګرهار والي او ولايتي ادارې له هغه ځايه د پوليسو په زور راپورته او د کانال په ځمکه يې ورته د کمپ په بڼه ځمکه ورکړه.

نوموړى وويل: ((ټولو جهادي رهبرانو له اجازې پرته خپلسري ښارګوټي جوړ او منظور کړل، خو موږ اووه کاله ورورسته هم د کور جوړولو حق نه لرو.))

د دغې سيمې يوه بل مشر ملک خيرمحمد پژواک ته وويل، چې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ ورته په دغې ځمکه کې د استوګنې کوټې ودانې کړې او د اوبو يو شمېر څاګانې يې ورته کېندلې دي؛ خو د دولت له پرله پسې ژمنو سره سره ورته د ځمکې د ملکيت سندونه نه ورکول کېږي او نه يې هم پوليس خټو کولو او کور جوړولو ته پرېږدي.

هغه زياته کړه، چې د سيمې په ښوونځي کې يې درې زره او پنځه سوه نجونې او هلکان زده کړې کوي؛ خو د پوهنې رياست يې په باد او باران هېڅ پروا نه کوي او ودانۍ ورته نه جوړوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني چې د دغو خلکو ستونزو اورېدلو ته تللى و، پژواک ته وويل چې دغه زرګونه کورنۍ ولايتي ادارې له حصارشاهي دښتې راپورته کړي او اووه کاله وړاندې د کانال په ځمکو کې په موقت ډول مېشتې شوې.

 د شورا مرستيال زياته کړه، چې دولت د دغو خلکو په حقونو سترګې پټې کړي او د سرپناه غم يې نه خوړل کېږي.

نوموړى ژمنه وکړه، چې له کډوالو چارو او نورو رياستونو سره په ګډه به له ننګرهار والي سره د دغو خلکو ستونزه شريکه کړي، څو ورته د کانال دغه وچه ځمکه د کډوالو چارو وزارت له لوري د ښارګوټي په بڼه استملاک شي او يا يې په بله سيمه کې د استوګنو د نومرو غم وخوړل شي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مرستيال محمد کريم پژواک ته وويل، چې وزارت يې له پنځو کلونو راهيسې هڅې کړې چې د کانال ځمکه استملاک او نږدې دغو درې زرو کورنيو ته د ښارګوټي په بڼه ووېشي؛ خو د کرنې وزارت ورسره موافقه نه کوي.

د هغه په وينا، د دغو خلکو استوګنځي ته تر هغې د کمپ پر ځاى د ښارګوټي نوم نه شي ورکولى او نه يې کور جوړولو ته پرېږدي، ترڅو چې د کرنې او کډوالو چارو وزارتونه د ځمکي د استملاک چارې ترسره نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار ولايت کې دولتي دښتې په ښارګوټو او يا قومي ملکيتونو بدلې شوې، چې د کډوالو چارو رياست په وينا، د دغه ولايت پنځه شپېته زره راستنې شوې کډوالې کورنۍ د استوګنې له نومرو څخه بې برخې پاتې دي.