اسلام اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د خيبرپښتونخوا ايالت حکومتي چارواکو، هغو افغان کډوالو ته چې له قانوني اسنادو پرته په دغه ايالت کې اوسېږي، په يوه مياشت کې د وتلو حکم وکړ.
د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې نن (د غويي٦مه) له غرمې وروسته د پېښور او افغان کمېشنرۍ چارواکو ترمنځ يوه کتنه وشوه.
له دغې کتنې وروسته د پېښور د همغږۍ مسوول سراج احمد او د افغان کمېشنرۍ مشر سيد ظهيرالاسلام په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
پېښور د همغږۍ مسوول سراج احمد وويل، چې په پېښور کې شته امنيتي وضعيت ته په پام سره، په کار ده ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، د يوې مياشتې په موده کې خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي زياته کړه، له دې وروسته هرڅوک چې چاته کور په کرايه ورکوي، د هغه کس په اړه کره معلومات او قانوني اسناد به اړوندو پوليسو ته ورکوي.
سراج احمد زياته کړه، هرڅوک که له قانوني اسنادو پرته ونيول شو، له هغه سره به قانوني چلند کېږي.
نوموړى وايي: ((د روان زېږديز کال د مې تر ٢٥مې پورې دې ټول هغه افغانان، چې قانوني اسناد ورسره نشته، په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.))
په پېښور کې د افغان کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په خيبر پښتونخوا ايالت کې شاوخوا ٨٠٠زره افغان کډوال اوسېږي.









