منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ديارلس حکومتي کارکوونکي د اختلاس په تور ونيول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک١٦ غويى ٩١): لويې څارنوالۍ د ماليې وزارت او د ثبات د ټينګښت ادارې  ١٣ کار کوونکي، چې درې يې رييسان دي،  د ٢٥ ميليونه افغانيو د اختلاس په تور ونيول.

دا څرګندونې د لويې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې رياست مشر څارنپال ابوبکر رفيعي د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې دغه کسان نن سهار نيول شوي دي.

هغه د نيول شوو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورنه کړل.

د ده په وينا، يادې ٢٥ ميليونه افغانۍ په ولسواليو کې د وړو پروژو اړوند پيسې وې، چې تېر کال ورته ځانګړې شوې وې.

دى وايي، څېړنو وښوده، چې د دغو پيسو د لګښت اسناد جعلي وو او ياد کسان يې په اختلاس کې لاس لري.

د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي هم تاييد کړه، چې د دغه وزارت يو شمېر کسان څارنوالۍ نيولي، خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.