منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د نشه يي توکو مافيا د زعفرانو د کښت د پرمختګ مخه نيولې ده

· ۸ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩١): په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه سياسي لوبه ده او زعفرانو ځکه تر اوسه د کوکنارو ځاى نه دى نيولى؛ چې د کوکنارو تر شا نړيوالې مافيايي کړۍ لاس لري.

دا څرګندونې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيز ترويج او پراختيا رياست مشر حکم خان حبيبي پژواک خبري اژانس ته وکړې.

کوکنار له ډېرو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کرل کېږي.

که څه هم چې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه يو ځانګړى وزارت او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې يو معينيت جوړ شوى او نړيواله ټولنه هم په دې برخه کې مرستې کوي، خو وروستي راپورونه ښيي چې اوس هم افغانستان د نړۍ ٨٥ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سلاکار ذبيح الله دايم وايي، چې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې افغانستان د نړۍ ٩٥ سلنه نشه يي توکي توليدول.

د ده د معلوماتو له مخې، سره له دې چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په ١٧ ولايتونو کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته رالوېدلې، تېر کال په هېواد کې پر ١٣١زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې تېر کال پر ٣٨٠٠ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شول خو سږ کال د کرل شوو او له منځه وړل شوو کوکنارو د کچې په اړه تر اوسه کره معلومات نه لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيز ترويج او پراختيا مشر حکم خان حبيبي وايي، دولت له ١٣٨١کال راهيسې هڅې کوي چې په هېواد کې د کوکنارو پر ځاى د زعفرانو کرل رواج شي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، زعفران لومړى په هرات کې کرل کېدل خو دغه مهال د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې پر ٦٢٠ هکتاره ځمکه کرل شوي او تېر کال دغه کچه هم په يادو٢٣ ولايتونو کې ٥٠٠ هکتاره وه.

د ده په وينا، زعفران چې د ځينو خوراکي توکو د خوند او رنګ او دغه راز درملو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، په افغانستان کې ښه حاصل ورکوي.

دى وايي، زعفران ځکه د کوکنارو لپاره بديل کېداى شي؛ چې يو کيلو يې له ٨٠ زرو تر سل زرو افغانيو بيه لري، خو يو کيلو لانده ترياک شاوخوا لس زره افغانۍ بيه لري.

 سرچينې زياته کړه، چې په يو جريب ځمکه کې له کرل شوو ترياکو تر ٧ کيلو لانده ترياک ترلاسه کېږي.

دى وايي، زعفران يو ځل کرل کېږي او له کرل شوو پيازو يې تر ٧ کلونو کار اخيستل کېږي خو ترياک بايد هر کال وکرل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، په يو جريب ځمکه کې د زعفرانو له کښت څخه په لومړي کال تر ٢٠٠ ګرامه په دويم کال ٥٠٠ ګرامه او په پاتې څلورو يا پنځو کلونو کال کې تر ٢ کيلو حاصل ترلاسه کېږي.

دغه راز د ده په وينا، زعفران ځکه تر ترياکو غوره دي؛ چې په کال کې دوه يا درې ځلې اوبه غواړي، خو کوکنار بيا په کال کې شاوخوا شپږ ځلې اوبه غواړي.

هغه وايي، د ترياکو په پرتله د زعفرانو تر ټولو مهم ښه والى دا دى چې د ترياکو کرل حرام خو د زعفرانو کرل حلال کار دى.

 حکم خان حبيبي په دې اړه، چې ولې له زعفرانو سره له دې چې د ترياکو په پرتله ډېر ښه والى لري، تر دې دمه په ټول هېواد کې د ترياکو ځاى نه دى نيولى؟ وويل، چې کوکنار له شاوخوا ٨٠ کلونو د افغانستان په ډېرو برخو کې کرل کېږي او زعفران شاوخوا لس کاله کېږي چې مروج شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې لنډ وخت کې زعفران نه شي کولاى د کوکنارو ځاى ونيسي او بديل يې شي، خو هڅې مو روانې دي چې تر راتلونکو لسو کلونو زعفران د ترياکو ځاى ونيسي.))

حبيبي وايي، په افغانستان کې د کوکنارو تر شا نړيوالې مافيايي کړۍ لاس لري او دغه کار د دې لامل شوى چې تر اوسه زعفران د کوکنارو بديل نه دي شوي.

ده په هېواد د کوکنارو د کښت په اړه زياته کړه: “ښايي په دې کې يواځې د افغانانو ګناه نه وي؛ ځکه دا يوه سياسي مسئله ده، دا بلکې حتى يو ګيم (لوبه) ده.”

د ده په وينا، په افغانستان کې د کوکنارو کښت ځکه سياسي لوبه ده؛ چې د نشه يي توکو په کښت، پروسس او قاچاق کې سترې مافيايي کړۍ او نړيوالې ډلې لاس لري او د دولت وسلوال مخالفين يې له عوايد څخه ګټه اخلي.

سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په ځينو سيمو کې شخصي حکومتونه او قوماندان سالارۍ هم د دې لامل شوي چې هلته ترياک ډېر وکرل شي.

هغه وايي، چې په افغانستان کې کرل شوي ترياک د مافيايي کړيو له خوا بهر ته وړل کېږي او د ترياکو پروسس اړين توکي هم له بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي.

حبيبي وايي: “په يورپ کې دغه ترياک د افغانستان پلورل کېږي او تجارت يې هلته جريان لري، څوک دي چې له دې ځايه يې تر يورپه وړي؟ معلومه خبره ده چې په دې کې د ټولو نړيوالو ګناه ده، نو دا ويلى شو چې يو مافيايي بانډ دى، چې په دې کې شامل دى.”

دى وايي، نا امني هم د دې لامل ده چې تر اوسه د هېواد په ځينو سيمو کې ترياک کرل کېږي.

د هغه د څرګندونو له مخې، په ځينو سيمو کې چې هلته ترياک ډېر کرل کېږي، د نا امنيو له امله اړينې پروژې نه دې پلې شوې، تر څو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او د ترياکو کرل پرېږدي.

دى وايي، که د افغانستان کرنيز سيسټم چې په تېرو جګړو کې سخت زيانمن شوى په پوره ډول ورغول شي او کرنه په هېواد کې ميکانيزه شي، نو د انګورو ، انارو او نورو مېوو د باغونو او دغه راز د نورو کرنيزو محصولات عايد به تر ترياکو لوړ شي.

 خو د کرنيز ترويج او پراختيا مشر زياتوي، چې د افغانستان له کرنيز سيسټم سره د نړيوالو د پوره مرستو نه شتون د دې لامل شوى چې تر اوسه په هېواد کې کرنه نه ده ميکانيزه شوې.

هغه وايي، يو له هغو لاملونو، چې تر اوسه زعفرانو د ترياکو ځاى نه دى نيولى، دا دى چې زعفران د ترياکو په پرتله تر اوسه ښه بازار نه لري او بايد بازار ورته وموندل شي.

د ده د څرګندونو له مخې، دولت د کرنې وزارت اړينه بوديجه نه ده ورکړې، څو د زعفرانو د کښت د ډېروالي ترڅنګ يې د پروسس او بازار موندنې لپاره هم لارې چارې ولټوي.

خو د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځې استاد پوهاند محمداصف باوري وايي، د زعفرانو د ترويج په لاره کې يوه ستونزه دا ده چې بزګران د زعفرانو له کښت سره بلد نه دي او دغه کار ورته ستونزمن ښکاري.

دی وايي: “په هغو ولايتونو کې چې زعفران کرل کېږي، با ثباته مارکېټ نه لري، لکه څنګه چې ترياک مارکېټ لري، زعفران يې نه لري، ترياک ان د غره پر سر هم خرڅېږي.”

باوري زياتوي، يوه ستونزه دا هم ده چې زعفران له کرلو وروسته تر دوو کلونو ډېر عايد نه ورکوي او بزګران د اقتصادي ستونزو له امله ورته انتظار نه باسې او د کوکنارو کښت ته مخه کوي.

د ده په وينا، اړينه ده چې له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وشي او د زعفرانو له کښت سره بلد کړل شي، تر څو د ترياکو له کرلو ډډه وکړي، د زعفرانو او نورو کرنيزو بوټو کرلو ته مخه کړي.

خو د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې يې بزګرانو ته د زعفرانو د کښت په اړه روزنه ورکړې او دغه کار دوام لري.

دغه راز باوري وايي، کرنيز سيسټم بايد له پخواني حالت څخه راووځي او په عصري او فني ډول جوړ شي تر څو د حلالو کرنيزو توکو د محصول کچه لوړه شي.

ده هم د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه سياسي لوبه ده او نړيوالې مافيايي کړۍ په کې لاس لري.

 د سياسي چارو پوه وحيد مژده هم د نشه يي توکو ستونزه يوه لويه سياسي او عجيبه لوبه بولي او وايي، چې په دې لوبه کې د سيمې او نړۍ ځينې څارګرې ادارې لاس لري.

د هغه په وينا، داسې راپورونه شته چې د افغانستان له کوکنارو څخه په کال کې تر ٧٠ ميليارد امريکايي ډالره ترلاسه کېږي.

هغه وايي، چې په افغانستان کې له ترياکو ترلاسه شوې ډېرې پيسې د نړيوالو مافيايي کړيو لاس ته ورځي او د افغانستان بزګران ترې دومره پيسې ترلاسه کوي چې يواځې د اوړو اړتيا يې پوره کړي.

هغه د يوې پوښتنې په اړه، چې ايا واقعاً د کوکنارو کښت او قاچاق يو سياسي لوبه ده او نړيوالې مافيايي کړۍ يې ملاتړ کوي، وويل: “بې له شکه همدغسې ده، که چېرې تاريخ ته وګورو، د ترياکو جګړه چې په چين کې شروع شوه، بيا وروسته له هغه چې په دې باره کې کوم کتابونه ليکل شوي، يا ځينو محققينو تحقيق کړى، وايي چې هغه وخت انګريزانو ځکه پر افغانستان يرغل وکړ؛ چې هغه سوق الجيشي ځايونه له هغو کسانو ونيسي چې د ترياکو کاروانونو ته يې ګواښ مواجه کاوه.”

د ده په وينا، کله چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د ترياکو د بندولو فرمان صادر کړ، ويل کېدل چې هغه وخت په ټول افغانستان کې په يو کال کې ٢٠ ټنه ترياک توليد شوي وو، خو د ده په وينا دغه مهال دا کچه ٨ زره ټنو ته رسېدلې ده.

 مژده زياته کړه: “له دې نه په ښه ډول معلومېږي چې دا څه ډول يوه لوبه ده، زه فکر کوم دا مسئله يوه عادي خبره نه ده.”

مژده تور پورې کړ، چې په افغانستان کې د ترياکو په لوبه کې د د سيمې او نړۍ څارګرې ادارې لاس لري .

د مژده په اند که د سيمې او نړۍ استخبارات په دې لوبه کې لاس ونه لري، نو له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق څه ډول امکان لري او څنګه کېداى شي چې د پروسس لپاره يې اړين توکې له بهر څخه راوړل شي؟

 خو په کابل کې د امريکا سفارت، د مژده لخوا ددې هېواد پر څارګرې ادارې لګېدلى تور ردوي او وايي، چې امريکا له نشه يي توکيو د پاک افغانستان غوښتونکې ده.

سرچينه وايي، چې د امريکا متحده ايالتونه د ترياکو په کښت او قاچاق کې لاس نه لري او د افغانستان له دولت سره يې د نشه يي توکيو پر وړاندې مبازره کې هر اړخېزې مرستې کړې دي.