Language

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩١): له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد په درېيم پړاو کې د هېواد د ټولو ولايتونو د مرکزونو په ګډون د اروزګان، کاپيسا او پروان ولايتونه شامل دي.

دغه مطلب د ولسمشر د وياندوى له دفتر څخه د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ذکر شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت د شورا د پرېکړې له مخې، له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد په دغه پړاو کې د يادو درېيو ولايتونو ټول اداري واحدونه به د لېږد تر پوښښ لاندې راشي.

افغان امنيتي ځواکونه ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير د ١٣٩٠کال د چنګاښ په مياشت کې له باميان څخه پيل او د دوهم پړاو په بشپړيدو يې ټولې هغې سيمې په کې شاملې شوې چې د هېواد ٥٠ سلنه وګړي په کې ژوند کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا دغه راز پرېکړه وکړه چې د درېيم پړاو په عملي کولو سره به په ټول افغانستان کې په ټوليز ډول ۲۶۰ اداري واحدونه، چې ٧٥سلنه وګړي په کې ژوند کوي، د دې پروسې تر پوښښ لاندې راشي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ، د ملي امنيت او محلي ارګانونو لويو رياستونو ته هدايت ورکړل شوې چې د لېږد د پروسې د عملي کولو لپاره، جدي اقدامات تر سره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د څلورم او پنځم پړاو په اړه ويل شوي، چې د ملي امنيت په شورا کې د لېږد د پروسې کمېسيون ته هدايت ورکړل شو، څو خپل پام څلورم او پنځم پړاو ته واړوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پنځم او څلورم پړاو کې به د دولت ډېر تمرکز پر سرحدي ولسواليو او په ټولو اداري واحدونو کې د لېږد د پروسې پر ټينګښت وي.

تمه کېږي، چې دا پروسه به په ٢٠١٤ کال کې بشپړه شي او ټول امنيتي مسووليتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Related Topics