اسلام اباد (پژواک ٢٦ غويى ٩١): افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل چې د بې اسنادو افغانانو د وېستلو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
پاکستان دوه اونۍ مخکې اعلان کړى و، هغه افغان کډوال به له خپل هېواده باسي، چې په غير قانوني توګه له اسنادو پرته په دغه هېواد کې مېشت دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت فرهنګي اتشه او وياند زردشت شمس د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان لوى سفير محمد عمر داوودزي، نن د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله خان سره وليدل او د کډوالو د ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، په دغې ليدنه کې په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پر هغې پرېکړې خبرې وشوې، چې غواړي هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري، ژر له هېواده وباسي.
شمس وايي، د افغانستان سفير له پاکستاني وزير څخه په جدي توګه وغوښتل، چې د بې اسنادو کډوالو د وېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
داوودزي زياته کړې: ((سره له دې چې افغان دولت خپل هېواد ته د کډوالو د ستنېدو پلوي دى، ولې دا بېرته تګ بايد په خپله خوښه وي او د اړوندو اړخونو په تفاهم او د يوې منظمې برنامې له لارې ترسره شي او بايد جبري ونه اوسي، ترڅو دوى ته په خپل هېواد کې د مصوون ژوندانه لپاره لازم تدابير ونيول شي.))
د هغه په وينا، د پاکستان حکومت د يادې پرېکړې او اعلان سره د افغان کډوالو ستونزې نورې هم زياتېږي او د دغه هېواد پوليس د کډوالو په ځورولو لاس پورې کوي.
د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير انجنير شوکت الله خان په ځواب کې وويل، چې ياده پرېکړه د دوى د کابينې له خوا شوې ده، خو دوى غواړي چې په دې اړه د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سره ډېر ژر مذاکرات او خبرې اترې پيل کړي، ترڅو په ګډه يوه تفاهم ته ورسېږي.
هغه زياته کړه، د همدې مذاکراتو لپاره يې د افغانستان د کډوالو چارو وزير ته هم بلنه ورکړه، چې له نږدې په ياده موضوع ورسره وغږېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.










