منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له پېښوره راغلي افغان کډوال د نومرو غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ٣٠ غويى ٩١): له خيبر پښتونخوا څخه ننګرهار ته راستنو شويو ١٨٣ کډوالو له دولت څخه د استوګنو نومرو غوښتنه وکړه.

د پاکستان له خيبر پښتونخوا ايالت څخه دوه کاله مخکې راستنو شويو کډوالو، چې هلته په پاکستان کې سېلابونو ځپلي وو، نن (د غويي ٣٠ مه) د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کې له افغان دولت څخه د استوګنو نومرو غوښتنه وکړه.

دغه کډوال هېواد ته پر داسې مهال راستانه شول، چې ټول سامانونه يې سېلابونو لاهو کړي وو او د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ د فارم هډې د کانال په ځمکو کې يې اړولي دي.

د يادو سېلاب ځپلو کورنيو يوه مشر حضرت رحيم پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښور په زاخېلو کمپ کې اوسېدل او د راوتلو سېلابونو له امله يې د کور ټول سامانونه تر اوبو لاندې شول.

نوموړي زياته کړه: ((د خپلو لسو اولادونو سره يوځاى تش لاس ننګرهار ولايت ته راغلم.))

د هغه په وينا، دولت ورسره تراوسه نه د سرپناه او نه يې هم د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

رحيم وويل، چې د خپلو ښځينه وو د سرپناه په موخه يې څه ناڅه د خټو دېوالونه جوړ کړي وو، خو پوليسو بېرته ونړول.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزې شينوارې پژواک اژانس ته وويل، چې دغو ١٨٣ سېلاب ځپلو کورنيو دوه کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ د کانال په ځمکو کې اړولي وو.

د هغې په وينا، ياد کډوال ولايتي شورا ته څو څو ځلې په دې موخه راغلي دي، چې د استوګنې نومرې ورته ورکړل شي.

نوموړې زياته کړه، چې يادو سېلاب ځپلو کورنيو په لومړيو کې پر دغو ځمکو خېمې وهلې وې، خو وروسته يې ودانۍ په کې جوړې کړې.

د ولايتي شورا غړې وايي، چې دغه ستونزه يې له ولايتي چارواکو سره شريکه کړې ده.

انګېزې وويل: ((ولايتي ادارې راته ويلي دي، چې د استوګنې نومرې هغه چا ته ورکول کېږي، چې د اوسېدو ځاى ونه لري.))

دې زياته کړه، چې يادې سېلاب ځپلې کورنۍ د کډوالۍ فورمې هم لري او د استوګنو د نومرو مستحق دي.

د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيري پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې په پېښور کې سېلاب راغى، په خپله تورخم ته لاړم او شاوخوا ٢٥٠ کورنيو سره مې د دولت د پروسېجر له مخې له هر تن سره ١٥٠ ډالره مرسته وکړه.))

د هغه په وينا، دوى په ننګرهار کې د بل ولايت استوګن ته نومرې نه ورکوي، پرته له هغې چې که کومه کورنۍ ډېرې ستونزې ولري.

نوموړي زياته کړه، په راتلونکي کې پلان لري چې دوه نوي ښارګوټي د ننګرهار په ځينو نور سيمو کې پرانېزي.

غلام حيدر وويل، په دغو ښارګوټو کې به د دغو سېلاب ځپلو کورنيو د استوګنو د نومرو ستونزه هم هواره کړي.

د يادونې وړ ده چې تر دا مهال، هېواد ته ١٢٥زره افغان کډوال راستانه شوي، چې ٦٥زره يې له کډوالو رياست سره ثبت شوي دي.