منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان پلاوى د کډوالو پر بېرته راستنېدو د خبرو په موخه پاکستان ته ځي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

اسلام اباد (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په موخه يو پلاوى د درې ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته ځي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو له هغو افغان کډوالو څخه چې قانوني اسناد نه لري، وغوښتل چې د روانې مې مياشتې تر پايه افغانستان ته ستانه شي.

دغه راز د روان زېږديز کال په پاى کې افغان کډوالو ته د کډوالۍ د ځانګړو کارتونو د اعتبار موده پاى ته رسېږي او دا لا نه ده معلومه، چې د دغو کارتونو موده به وغځول شي او که نه؟

په اسلام اباد کې د افغان سفارت کلتوري اتشه زردشت شمس د غبرګولي په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن به د افغان حکومت يو پلاوى اسلام اباد ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه سفر وکړي.

د هغه په وينا، په دغه پلاوي کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت استازي، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي،د کډوالو د کمېسيون غړي او د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو استازي ګډون لري.

نوموړي زياته کړه، دغه پلاوى به د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت، د بهرنيو او کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره او د افغان کډوالو له استازو سره وګوري.

د شمس د معلوماتو له مخې، د ياد پلاوى په درې ورځيني سفر نن اسلام اباد ته روان دى او رسمي ملاقاتونه او خبرې به يې سبا ته پيل شي.