اسلام اباد (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د پاکستان او افغانستان د کډوالو چارو وزيران له ملګرو ملتونو سره يو ځاى له پاکستان څخه د غير راجسټر شويو افغان کډوالو په اړه خبرې کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د کډوالو اتشه حامد د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه د افغانستان د کډوالو چارو وزير جماهير انوري پرون له يوه لوړ پوړي پلاوي سره اسلام اباد ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، انوري به له خپلې لومړۍ ليدنې وروسته، چې پرون يې له خپل پاکستاني سيالي انجنير شوکت الله خان سره ترسره کړې ده، نن د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (يو. اېن. اېچ. سي. لر) او د کډوالۍ د نړيوالې ادارې (اى. او. اېم) سره هم ليدنه وکړي.
حامد وايي، چې په دغو ليدنو کې به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د شته ستونزو، هېواد ته د هغوى د راستنېدو او له پاکستان څخه د غير راجستر شوو افغان کډوالو په زوره د ايستو پر موضوع ګانو خبرې وشي.
د پاکستان حکومت تېره مياشت په خيبر پښتونخوا ايالت کې مېشتو هغو افغان کډوالو ته چې راجستر شوي نه وو، ويلي چې بايد خپل هېواد ته ستانه شي.
حامد وويل: ((په نننيو ليدنو کې به افغان پلاوى هڅه وکړي، چې پاکستان دې ته اماده کړي، څو د نه راجستر شوو افغان کډوالو د راجستر کېدو لپاره يوه کړنلاه جوړه کړي.))
بلخوا د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت له خوا پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون د افغانستان او پاکستان وزيرانو په ليدنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو لومړنۍ خبرې اترې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې په خپله خوښه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو د لړۍ په تندولو موافقه وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو په اړه د افغان وزير له شکايت وروسته انجنير شوکت الله خان ډاډ ورکړ، چې د دا ډول پوليسو پر ضد به قانوني چلند کېږي.
بلخوا د افغانستان د کډوالو وزير جماهير انوري له يوې پاکستانۍ خصوصي تلويزيوني شبکې سره د مرکې پر مهال ټينګار کړى، چې افغان کډوال بايد په زوره له پاکستان څخه ونه ايستل شي.
هغه د پاکستان له حکومت څخه د مننې ترڅنګ چې تر درېيو لسيزو پورې يې افغانانو ته ځاى ورکړى، غوښتنه کړې، چې نور دې هم له زغم څخه کار واخلي.









