منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۵ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ١٠ ولايتونو لپاره د کرنې په برخه کې ١٧ميليونه ډالر لګول کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

ايبک (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): عادي ژوند ته د دولت د وسلوالو مخالفينو د راستنولو له پروګرام نه د ملاتړ په موخه، په روان کال کې د ١٠ ولايتونو د کرنې په برخه کې ١٧ ميليونه امريکايي ډالره لګول کېږي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په وزارت کې د دغو پروژو همغږي کونکى الطاف الدين رحيمي وايي، چې د دغو پروژو لګښت د نړيوالې ټولنې له خوا د سولې له عالي شورا سره، له شوې مرستې تمويلېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو لسو ولايتونو کې کندهار، بغلان، کندوز، تخار، بادغيس، هرات، فارياب، هلمند، کونړ او سمنګان شامل دي.

هغه وويل، چې په هر ولايت کې د دغو پروژو د پلې کولو لپاره دوه ولسوالۍ په پام کې نيول کېږي او د يوکال په موده کې به ترسره شي.

نوموړي، چې نن يې د ايبک ښار د يو شمېر اوسېدونکو پر وړاندې خبرې کولې يادونه وکړه، چې په سمنګانو کې د دغه ولايت مرکز، ايبک ښار او خرم سارباغ ولسوالۍ په پام کې نيول شوې ده.

د رحيمي په وينا، په خرم سارباغ او ايبک کې د کرنيزو ځمکو د اوبو لګولو سيسټمونو د تخنيکي سروې ترڅنګ، په ٦٠٠ جريبه ځمکه کې د پستې ځنګلونه او په ٢٠٠ نوره کې باغونه جوړېږي.  

هغه وويل، چې دا پروژې د سولې د عالي شورا د سيمه ييزو چارواکو، د کرنې وزارت او د خلکو د استازو د مشورو له لارې ټاکل شوې دي.

د هغه په وينا، يادې پروژې، چې له يو نيم تر دوه ميليونو ډالرو پرې لګښت راځي، په يو کال کې به پلې شي.

د سمنګان د سولې د عالي شورا غړي نعمت الله په دې غونډه کې وويل، د دولت د وسلوالو مخالفينو لپاره، چې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي، د کار موندولو زمينه برابرول، د ملي اقتصاد ځواکمنول، په هېواد کې د چاپېريال سيسټم بدلول او سمسورول، د دغو پروژو له موخو څخه دي.

د هغه په ګومان، له دولت سره د خلکو د مخالفت يو لامل وزګارتيا ده.

سرچينې وويل: ((کله چې يو څوک وزګار وي، اړ کېږي چې د کورنۍ لپاره د خوړو لاسته راوړلو په خاطر د مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شي او د ټوپک په زرو له خلکو څه پيسې ترلاسه کړي.))

د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالرزاق رحيمي وويل، چې دا پروژې د سولې له پروسې نه د ملاتړ په خاطر په پام کې نيول شوې او د کرنې د پرمختيا او ودې، په ځانګړې توګه د بڼوالۍ او ځنګلونو په برخه کې ډېرې ګټورې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه پروګرام له لارې په سلګونه جريبه ځمکه کې په فني او پرمختللې بڼه د باغونو او د پستو د ځنګلونو اېښودل دي او دغه راز په دغه ولايت کې به د کرنيزو ځمکو د اوبو لګولود سيسټم ستونزه هم هواره شي.

د سرچينې په وينا، په سمنګانو کې د پستې، ارچې، بادام، قرغنې او نورو څه باندې ٩٥ زره هکتاره طبيعي ځنګلونو شتون درلود، چې د تېرو درېيو لسيزو جګړو پر مهال د سيمې د خلکو له خوا وهل شوي دي.

خو سرچينې يادونه وکړه، چې له ١٣٨٠ کال نه راپه دېخوا د ځنګلونو د غوڅولو مخه نيول شوې، بېرته زرګونه جريبه ځنګلونه احيا شوي او دا مهال په دغه ولايت کې څه باندې ٥٥ زره هکتاره طبيعي ځنګلونه پاتې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې موده کې په ١٠٠٠ جريبه ځمکه کې، د پستې زړي کرل شوي دي.