جلال اباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د ننګرهار او لغمان د کرنې رياستونه وايي، چې د موسمي اورښتونو او ښو تخمونو له امله سږ کال د دواړو ولايتونو د غنمو په محصولاتو کې د تېر کال پرتله شل سلنه زياتوالى راغلى دى.
د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمدحسين ساپي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د دغه ولايت له ٩٠زره هکټاره ځمکې څخه پر اويا سلنه غنم کرل شوي وو.
هغه زياته کړه چې د باراني کال ښه اقليم او کرنې وزارت له لوري بزګرانو ته د کيمياوي سرو او اصلاح شوو تخمونود وېشنې له امله د غنمو حاصلات لوړ شوي دي.
د نوموړي په وينا، تېر کال په دغه ولايت کې يو جريب ځمکې سل منه غنم ورکړې وو، خو سږ کال دغه کچه في جريب يو سل او شل منو ته لوړه شوې ده.
د کرنې رييس وويل، چې د ننګرهار په ٢٢ ولسواليو کې د غنمو درې سوه پنځوس زره مټريک ټنه حاصل لاسته راغلى، چې تېر کاله درې سوه لس زره مټريک ټنه وه.
ساپى وايي، چې وزارت يې د ننګرهار په اتو ولسواليو کې د غنمو کرنې پر مهال شپږ سوه مټريک تخم او اته سوه مټريک ټنه کيمياوي سره پر بزګرانو وېشلې وه.
د کرنې رييس زياته کړه، چې په ننګرهار کې دوولس ډوله غنم کرل شوي، چې ښه حاصل يې غورياني، بختاور، للمي، پي بي ډبليو تخمونو ورکړى دى.
د نوموړي پر وينا، د خوراک او کرنې نړيوال سازمان (FAO) د ترويج له ټولو مديريتونو سره د اصلاح شوو تخمونو په پېژندنه او وېشنه کې مرسته کړې ده.
هغه وايي، له دې وېرې چې څوک اصلا ح شوي تخمونه د خوراک لپاره اوړه نه کړي، وزارت يې د روان کال په اوږدو کې د ننګرهار په بزګرانو اوه زره، د لغمان په بزګرانو دوه زره دوه سوه، د نورستان په بزګرانو يو زر اته سوه او د کونړ په بزګرانو دوه زره مټريک ټنه خوراکي غنم هم ووېشل.
محمدحسين ساپي وويل، چې کرنې وزارت ورته اوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر په واک کې ورکړي، چې تر لابراتواري کتنو وروسته له بزګرانو او شرکتونو اصلاح شوي تخمونه واخلي.
د لغمان د کرنې رييس انجنير محصل خان دولتزي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ١٣زره هکتاره کرنيزه ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په اټکليز ډول ويلي شي چې حاصل يې د تېر کال په پرتله ٢٥سلنه لوړ دي، خو له نوموړي سره د تېر کال ارقام نه وو.
نوموړي زياته کړه، د قيق ارقام ځکه نه شي ورکولى؛ چې اوس هم د اليشنګ او دولت شاه په يخو ولسواليو کې غنم د توليدو په حال کې دي.
دولتزي وويل: ((د دغه ولايت په ټوله کرنيزه ځمکه کې ځکه غنم نه دي کرل شوي؛ چې لغماني بزرګران له څو کلونو راهيسې د کابل او مرکزي ولاياتو د ترکاري اړتيا پوره کولو په موخه په خپلو پټيو کې سابه کري.))
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد يوه بزګر عبيدالله پژواک ته وويل، چې د کرنې وزارت له لوري په منظم ډول کيمياوي سره او اصلاح شوي تخمونه ټولو بزګرانو ته نه دي رسېدلي.
هغه زياته کړه، چې د څلور جريبه ځمکې يې له پنځه سوه منه زيات حاصل ورکړى دى.
د کرنې يوه کارپوه انجنير خان ولي کامران پژواک ته وويل، چې د نړيوالو مرستو په باران کې لا هم کرنې وزارت نه دى توانيدلى، لرې پرتو ولسواليو ته د اوبه خور منظم سيسټم، فعال او مارکېټ ته د حاصلاتو په لېږدولو کې له بزګرانو سره مرسته وکړي.
هغه وايي، چې د کرنې وزارت بايد د خلکو د اړتيا زيات غنم په بيه راونيسي او د ساتنې په موخه يې د غلو دانو لوى زېرمتونونه جوړ کړي.
د يادونې ده، چې سږ کال په ننګرهار او لغمان کې د غنمو په اندازه د شولو په توليداتو کې هم شل سلنه لوړوالى راغلى و.










