جلال اباد (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشره وايي، تېر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا څلورنيم ميليونه خلک کډوال شوي، چې څلورمه برخه يې افغانان جوړوي.
په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسووله ميناکو کوکوما (Minako kukoma) دغه څرګندونې د غبرګولي په ٣١مه د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د کډوالو په پنډغالي کې جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
هغې زياته کړه، چې تېر کال په ټوله نړۍ کې ٤،٣ ميليونه خلک کډوال شوي، چې څلورمه برخه يې افغانان دي.
نوموړې وويل، چې په يوه کال کې د کډوالۍ دغه شمېره په تېرو ١١ کلونو کې تر ټولو زياته ده.
ميناکو کوکوما، په مومندره ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو له مرکز څخه هم ليدنه وکړه.
نوموړي په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټوله نړۍ کې تېر کال څه باندې څلور ميليونه خلک بې کوره شوي، چې٨٠٠ يې خپل هېوادونه پرېيښي دي.
د نوموړې په وينا، اوس مهال په ټوله نړۍ کې دوه څلوېښت نيم ميليونه مهاجرين ژوند کوي، چې ٨٤٥ زرو يې د کډوالۍ رسمي وړانديزونه کړي دي.
يادې سرچينې وويل، چې د نړۍ د کډوالو څلورمه برخه افغانان جوړوي.
د مومندرې د را ستنېدونکو کډوالو د دفتر مشر انجنير محمداسحاق شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال د تورخم له لارې هېواد ته ٣٤زره کډوال راستانه شوي، چې سږ کال په شپږو مياشتو کې دغه کچه اته زره پنځه تنه کېږي.
د هغه په وينا، په پاکستان کې د شته ستونزو له امله د کډوالو بېرته را ستنېدنه اتلس سلنه لوړه شوې ده.
انجنېر شېرزي وويل، چې له ٢٠٠٢ کال راهيسې هېواد ته ٥،٧ ميليونه وګړي راستانه شوي، چې نږدې دوه سوه زره کورنۍ يې د يو ميليون يو سل او درې دېرش زره څلور سوه نولس (١١٣٣٤١٩) تنو ته رسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په سږنيو راستنو شوو ١٧٠٠ کورنيو کې نږدې نهه سلنه د کونړ، يوولس سلنه د لغمان، ٠،٢٧ سلنه د نورستان او اتيا سلنه د ننګرهار دي.
شېرزي وويل، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لسو کلونو راهيسې له پنځوس زره کورنيو سره د سرپناه مرسته کړې، چې سږ کال به هم په نمونه يي ډول د ننګرهار، د شيخ مصري، فتح اباد او لغمان د غزيز خان کڅ له ٩٥٠ کورنيو سره د سرپناه مرسته وکړي.
د کونړ د پېج درې يوه راستون شوي کډوال منيب الله چې تېره ورځ يې د پېښور له جهانګير اباد څخه کډه راوړې پژواک ته وويل: ((موږ له جګړو تښتېدلي وو، بېرته جګړو ته راغلو.))
منيب الله وويل، سره له دې چې پېج دره نا امنه ده، پاکستاني پوليسو مجبور کړ، چې د ژوند پاتې برخه په هر ډول شرايطو کې په خپل هيواد کې تېره کړي.










