منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار هندواڼو د پاکستانيو مخه نيولې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

جلال اباد (پژواک لومړۍ چنګاښ ٩١) : په ننګرهار ولايت کې د کرنې رياست چارواکي او پاليز لرونکي وايي، چې سږکال په دغه ولايت کې تر نورو کلونو هندواڼو ښه حاصل ورکړى او د پاکستانيو هندواڼو مخه يې نيولې ده.

د ننګرهار د کرنې رييس انجينر محمد حسين ساپي د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښه اوبخور، اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د ويشنې له امله ددغه ولايت له دوه زره هکتاره کرل شوې ځمکې څخه نوې زره ټنه هندواڼې لاسته راغلې دي.

هغه زياته کړه، چې د باراني کال له امله سږکال د کوټ، بټي کوټ، مهمندرې او ګوشتې په ولسواليو کې هندواڼو ډير ښه حاصل ورکړى دى.

د نوموړي پر وينا، د کرنې وزارت او مرستندويه موسسو په مرسته يې په ګڼوبزګرانو کيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.

انجينر محمد حسين ساپي وويل، چې د ښه کيفيت او ټيټې بيې له امله هټيوال او اخيستونکي وطنۍ هندواڼې اخلي، چې اوس له تورخم بندره پاکستانۍ هندواڼې نه را اوړي.

د کرنې رييس وويل، چې په ٢٠١٠ کال کې د وچکالۍ او ناروغيو له امله په دغه ولايت کې پنځه څلويښت زره او شپږ سوه ټنه هندواڼه لاسته راغلې وه، چې تېر کال بيا دغه کچه دوه برابره (څلوراتيا زره ټنه) ته لوړه شوې وه.

ساپي زياته کړه چې په ټوليز ډول سږکال ددغه ولايت هندواڼې ناروغي نه لري او کم له کمه هر هکتار يې پنځه زره من حاصل ورکړى.

د بټي کوټ ولسوالۍ د حفيظ کوډۍ سيمې يوه کروندګر رحيم الله پژواک اژانس ته وويل، پخوا چې د کانال ځمکې بزګرانو کرلې ،ډيره خواري يې ورسره نه کوله اوس چې له دوه کلونو راهيسې  يې دکانال په ځمکو کې ستروس او زيتونو کرلي .

د هغه په وينا، سږکال يومن (اوه کيلو) هندواڼه له اويا څخه تر سل کلدارو پلورل کيږي، چې تېرکال يې بيه له شپيتو څخه تر اتيا کلدارو وه.

دغه کروندګر وويل، چې له خپل پاليز څخه په منځنۍ کچه د ورځې څلور  زره منه هندواڼه په موټرو کې مزار، کابل، پروان، غزني، لغمان، کونړ او لوګر ولايتونو ته ليږي.

يوه بل کروندګر حاجي عندليب پژواک ته وويل، چې له خپلې لس جريبه ځمکې څخه يې يوولس زره منه هندواڼه پلورلې، چې د تېر کال پرتله يې په هر جريب  کې سل منه زياته هندواڼه شوې.

عندليب وايي : (( له کوکنارو بندولو وروسته ډير اريان ووم، خو شکر دى دا دوه کاله په هندواڼه کې ښه غريبي ده. ))

نوموړي زياته کړه، چې سږکال يې يواځې شنه او توره هندواڼه کرلې، کندوزۍ هندواڼه يې ځکه نه ده کرلې، چې په ننګرهار کې ښه حاصل نه ورکوي.

له تورخم څخه کابل ته تلونکي يوه مسافر ساحل ، چې د شخصي کرولا په ډاله کې يې هندواڼې بارولې پژواک ته وويل: (( هر کال له ننګرهاره کابل ته د تحفې په بڼه د ژمي کبان او ګني او په اوړي کې هندوانې وړي. ))

نوموړي زياته کړه، چې په تورخم کې د موټرو پرزو پلورنځى لري او خوښ دى، چې خپلې کورنۍ ته د هيواد زراعتي توليدات ور وړي.

محمد اعظم ، چې د تورخم -جلال اباد پر لويه لار يې د هندواڼو پلورلو کپه جوړه کړې، پژواک ته وويل، چې تېر کال يې يوه ډاډسن هندواڼې په اته زره کلدارې پيرلې خو سږکال په همغه اندازه هندواڼې له پاليزونو څخه په دولس زرو پاکستانيو روپيو اخلي .

د يادونې  ده ، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د هندواڼو حاصل درې برابره لوړ شوى دى.