منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۵ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د خاکجبار زرګونه مېوه لرونکې ونې ناروغيو زيانمنې کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې زرګونه مېوه لرونکې ونې يې کرنيزو افتونو زيانمنې کړې او که مخه يې ونه نيول شي نور باغونه به هم زيانمن کړي.

خاکجبار د کابل سوېل ختيځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې ډېرى اوسېدونکي يې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپلې اړتياوې پوره کوي.

د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر شاه رسول نن (د چنګاښ ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خاکجبار په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا لس زره د زردالو، مڼو او بادامو ونې کرنيزو افتونو زيانمنې کړې دي.

دى وايي، له همدې امله يو شمېر ونې وچې شوې هم دي، چې ډېرې يې د زردالو ونې دي.

ده د يادو افتونو د څرنګوالي په اړه وويل، چې يو ډول غوماشه د ونو په تېره بيا د زردالو او مڼو پر پاڼو راپيدا کېږي او بيا ميږي هم پرې راټولېږي او له امله يې پاڼې وچيږي.

دغه راز دى وايي، چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د مڼو د وڼو پاڼې لومړۍ سپېرې او بيا ګونځې کېږي او ونه هم زيانمنوي.

هغه وايي، بله ستونزه دا ده چې په ونو کې د زردالو مېوه يو ډول تور داغ پيدا کوي او خرابوي يې.

شاه رسول له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د خاکجبار ولسوالۍ له خلکو سره د يادو کرنيزو افتونو په له منځه وړو کې مرسته وکړي؛ ځکه چې که يې مخه ونه نيول شي نو کېداى شي چې ډېرې نورې ونې هم زيانمنې کړي.

هغه زياته کړه: “زموږ د خلکو د ډوډۍ د پيدا کولو يواځېنۍ لار هم دا کرنه او باغداري ده او که دا هم مرض ووهي ډېر خلک به له ستونزو سره مخ شي.”

دى وايي، چې پخوا په دې ولسوالۍ کې باغونه ډېرنه وو، خو په تېرو څو کلونو کې خلکو هلته ډېر باغونه جوړ کړي دي.

دغه راز د خاکجبار ولسوالۍ د ملنګ کلي اوسېدونکي محمديونس د شاه رسول څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل: “د خاکجبارولسوالۍ نيالګيو ته سږ کال وړې حشرې پيدا شوې، پاڼې يې زېړې شوې، ميږي ورته پيدا شوي او کنډ هم نيسي.”

يونس وايي، چې په تېرو کلونو کې به يا ونې او يا يې مېوې په ناروغۍ اخته کېدې، خو سږ کال دواړو ته ستونزې پيدا شوې دي.

هغه زياتوي: “زه شل جريبه باغ لرم، زما ٦٠ ونې سږ کال په مرض اخته شوې، چې ٢٠ يې تر اوسه وچې شوې او دا ډېره لويه ستونزه ده.”

ده هم له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې له خلکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د خاکجبار ولسوالۍ د کرنيزو خدمتونو مدير حيات الله هم وويل، چې په دې ولسوالۍ کې ونې له کرنيزو افتونو سره مخ شوې دي.

هغه زياته کړه: “زه پرون ورغلى وم ، ونې مې له نږدې وليدې ، د ټولو مرضونو نښه مې له ځانه سره واخيسته او د چک لپاره مې د زراعت رياست ته واستوله.”

هغه وايي، چې په دې اړه د چک پايلې به په دوو ورځو کې معلومې او د يادو افتونو د مخنيوي په موخه به ډېر ژر د خاکجبار پر خلکو اړينې دواګانې ووېشل شي.