منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

متون مدني ټولنې له افغان کډوالو سره د ايران ناوړه چلند وغانده

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د متون په نوم يوې مدني ټولنې د ايران حکومت له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وغانده او دا يې د کډوالو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وبلله.

د يادې ټولنې له خوا د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايران په هغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو داسې بنديزونه لګولي، لکه څوک چې يې پر زندانيان لګوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ايران کې مېشت افغان کډوال په عامه ځايونو کې نه شي ګرځېدلى، په عامه موټرو کې تګ راتګ نه شي کولى، په سوپر مارکېټونو کې سوداګانې نه شي اخيستلى او له نانوايانو څخه ډوډۍ هم نه شي رانيولى.

د متون مدني ټولنې د ايران له حکومت څخه غوښتي، چې دغه روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي او که له دغه کار څخه لاس وانه خلي نو پر ضد به يې کلک غبرګونونه وښيي.

يادې ټولنې د افغانستان له حکومته غوښتي چې له ډيپلوماتيکو لارې په دې اړه هلې ځلې زياتې کړي او په ايران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د هوارۍ لاره پيدا کړي.

د متون مدني ټولنې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ هم غوښتي چې په دې برخه کې خپل رول ادا کړي او دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.