اسلام اباد (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): په پاکستان کې افغان کډوال وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان د حکومت لخوا پرې برېښنا قطع شوې او دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د حاجي عبدالله په نوم يو افغان کډوال چې د اکوړه خټک په مېشت غالي کې اوسېږي، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د چنګاښ ٢٤ مه) څلورمه ورځ ده چې د واپډې ((د برېښنا محکمې)) له لوري د اکوړي په مېشت غالي کې پر کډوالو برېښنا قطع شوې ده.
د هغه په وينا، د کونډ، خيراباد، باغچه، مردان او دغه راز د هري پور په مېشت غالو کې هم د برېښنا محکمې او ځايي افغان کډوال د برېښنا د بېلونو پر سر ستونزې رامنځ ته شوې دي.
د محمد يعقوب په نوم د اکوړي مېشت غالي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د برېښنا بېلونه د مياشتې دوه ځلې رالېږل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د تېرو دېرشو کالو د برېښنا د بېلونو ريکارډ هم لرو، مخکې به چې کله د کېمپ د ټرانسفرمر پر سر بېل راغى، نو موږ به کور په کور په حساب سره پيسې راغونډې کړې او بېل به مو جمع کړ، خو داځل د ځايي د برېښتل محکمې کارکونکي د يو کور پر سر دومره بېل غواړي، چې د هېچا د وس خبره نه ده او بيخي ناانصافي ده.))
د هغه په وينا، که د مخکيني اصولو له مخې ورڅخه بېلونه اخلي، دوى تيار دي چې ور يې کړي.
د حاجي زرجان په نوم د ياد مېشت غالي يو بل مشر، چې په همدې تړاو له نورو ملګرو د نوښار محکمې ته تللى و، پژواک اژانس ته وويل، چې مخکې به بېل د يو ټرانسفرمر په سر چې له ٤٠٠ نه تر ٥٠٠ کورونو ته لګيدلې و راتلو او بيا به هر يو کور د چېک مېټر د لګښت له مخې د برېښنا بېل جمع کاوه.
ده زياته کړه: ((په همدغې حساب سره موږ په تېره ٣٠ مه نېټه بېلونه جمع کړي، خو بيا يې هم راته په دې سخته ګرمۍ کې برېښنا بنده کړه او اوس په خپلو ماشومانو پورې حيران يو، چې سخت په تکليف دي او د څښلو اوبه هم د برېښنا د بندېدو له امله نشته.))
د هغه په وينا، دوى د برېښنا په ځايي ادارو پسې له اسلام اباد مرکزي دفتر څخه مکتوب هم راوړ، خو هغوى يې نه مني.
حاجي زرجان وايي: ((موږ د نوښار محکمې ته هم عارض شو او د هغوى پرېکړه چې څه شوه موږ يې منو، خو غواړو چې په جدي ډول برېښنا ترلاسه کړو، ځکه چې او له سختو ستونزو سره مخ يو.))
په دې اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس پژواک اژانس ته وويل، چې سفارت پر دې موضوع خبر دى او په دې اړه يې د پېښور قونسلګرۍ له چارواکو سره اړيکه نېولې ده.
د ده په خبره، ځينې مشران څه وخت مخکې سفارت ته ورغلي وو او له سفير سره يې پر دې موضوع خبرې کړې وې او سفير هم غواړي، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ د دې ستونزې څارنه هم وکړي.
شمس وويل، چې دا يوه اداري ستونزه ده چې څومره ژر کېږي، دوى به د هواري لار ورته پيدا کړي.
په پېښور کې افغان قونسل حاجي ابراهيم خېل پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان کډوالو ځينې داسې مېشت غالي هم شته، چې له تېرو لسو او پنځلسو ورځو راهيسې برېښنا نه لري.
د ده په خبره، دوى په دې اړه اړيکې نيولې دي او په قونسلګرۍ کې د کډوالو اتشې د مېشت غالو له مشرانو سره څو ناستې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس دا ستونزه تر محکمې رسېدلې او دوى ورته وکيل نيولى، چې هغه په خپله هم له بېلابېلو مېشت غالو سره په اړيکو کې دى.
ده هيله څرګنده کړه، چې د اګست په مياشت کې به په دې اړه محکمه هم پرېکړه وکړي.
ابراهيم خېل وويل: ((مخکې د برېښنا مسووليو ويلي وو، چې افغان کډوال به د پاکستانيانو په نيمه کچه بېلونه جمع کوي، خو اوس يي نوى حساب جوړ کړى او هر يو کور ته يې د پاتې بېلونو په بنست له ٢٠ زرو کلدارو نيولې تر ١٠٠ زرو پورې بېلونه لګولي دي.))
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د پاکستان د کډوالو چارو او سرحداتو وزير انجنير شوکت الله سره خبرې وکړي، خو هغوى معذرت وغوښت او ويې ويل، چې دا مهال هغه له پاکستان څخه بهر په سفر کې دى.









