اسلام اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩١): روان زېږديز کال له پاکستان څخه څه د پاسه ٤١زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دا خبره د ملګرو ملتونو د کډوالو مرستندويې ادارې (يو اين ايچ سي ار) د چنګاښ په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې ادارې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې تر دې دمه له څه دپاسه يوڅلوېښت زره افغان کډوالو سره، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، مرسته کړې ده.
سرچينه زياتوي، چې د پاکستان له خيبرپښتونخوا ايالت څخه ٢٣٦٦٤، له بلوچستان ايالت څخه ٨٥٧٥، له سنده ايالت څخه ٢٨٨٣ او دغه راز د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون له پنجاب ايالت څخه ٥٩١٩ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو کچه سږکال د تېر کال په پرتله ١١ سلنه لوړه شوې ده.










