منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سترې محکمې جمعه دروژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

کابل ( پژواک ۲۹ چنګاښ ۹۱ ) په سعودي عربستان کې د روژې مبارکې میاشت لیدل شوې او لومړۍ روژه به دجمعې په ورځ وي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس خبر ورکړ چې دسترې محکمې لخوا ټاکل شوي کمیسیون ته د روژې د میاشتې دلیدلو شهادتونه رسیدلي دي چې له دې امله سبا به د جمعې په ورځ د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وی.

دافغانستان د سترې محکمې ددارالافتا رییس مولوی صدیق الله مسلم نن ماخوستن په نهو نیمو بجو اعلان وکړ، چې د جمعې ورځ دروژې لومړۍ ده.

هغه زیاته کړه چې دوی ته هم دسعودي لخوا خبر ورکړل شوی دی چې هلته میاشت لیدل شوې ده.