اسلام اباد (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو پر وړاندې بېکاري او ټولنيزې ستونزې لوى خنډونه دي.
دغه څرګندونې په پاکستان کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو. اېن. اېچ. سي. آر) مشر نيل رايټ پرون ماښام ناوخته د بلوچستان په مرکز کوېټه کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، چې اداره يې له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره اسانتياوې برابروي او د روان زېږديز کال له پيله راهيسې له بلوچستان څخه لس زره او له ټول پاکستان څخه څلوېښت زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
نوموړي وويل: ((له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنېدونکو افغانانو ته امنيت لويه ستونزه نه ده، بلکې په خپل هېواد کې بېکاري او ټولنيزې ستونزې د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې لوى خنډونه دي.))
خو د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ دغه چارواکي وويل، چې افغانستان خپلو وګړو ته اړتيا لري، څو دوى خپل هېواد ته ستانه او په بيارغونه کې ونډه واخلي.
نيل رايټ وايي، چې له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې له پاکستان څخه درې ميليونه او اوه سوه زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د هغه په وينا، د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ تر اوسه څه د پاسه پنځه ميليونه افغان کډوالو بېرته خپلو کورونو ته تللي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر وايي، چې له پاکستان څخه له ستنېدونکو کډوالو څخه يې يواځې دوه يا درې سلنه خلک بېرته پاکستان ته راغلي دي.
په بلوچستان کې د پاکستان د دولت د افغان کډوالو کمېشنر عبدالصبور کاکړ په ياده خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان امنيتي حالات د کډوالو د ستنېدو پر وړاندې لوى خنډ دى.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې له خپلو ژمنو سره سم دې ژر تر ژره په افغانستان کې سوله او امنيت تامين کړي، څو افغان کډوال وکولى شي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.









