منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو کوچنى اختر ولمانځه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

اسلام اباد (پژواک، ٢٩ زمرى ٩١): په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په مېشت غالو کې کوچنى اختر ولمانځه او د اختر لمونځ يې ادا کړ.

په نوښار کې يوه افغان کډوال نجيب ننګيال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (٢٩ زمرى) د نوښار اکوړي مېشت غالي کې د مولوي شفيع الله په نامه مدرسه کې افغان کډوالو د اختر لمونځ ادا کړ.

دغه راز د شمشتومېشت غالي يوه افغان کډوال خليل کريمي وويل،چې دوى د نصرت مېنې په جامع جومات کې له نورو افغانانو سره په ګډه د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د پېښور په ناګمان او جلوزو مېشت غالو کې هم افغان کډوالو نن کوچنى اختر ولمانځه.

له بلې خوا له مېشت غالو بهر د پېښور ښار د حيات اباد په تاتارا پارک کې هم د اختر لمونځ ادا شو، چې سلګونو افغان کډوالو په کې ګډون کړى وو.

همداراز د دير ولسوالۍ په چکدره سيمه کې د اوسېدونکو افغان کډوالو له خوا د اختر لمونځونه ترسره شول.

د ملاکنډ د درګۍ سيمې د افغان کډوالو په مېشت غالي کې مېشت سيدزمان پژواک اژانس ته وويل: ((موږ له سعودي عربستان سره يوځاى روژه نيولې وه او نن هم له ياد شوي هېواد سره يوځاى کوچنى اختر لمانځو.))

ده زياته کړه،چې دوى د سيمې په وخت کې سهار اته بجې د اختر لمونځ ادا کړ.

د دې ترڅنګ د هنګو په کټه کانړۍ او خسيري مېشت غالو کې هم مېشتو افغان کډوالو، نن د اختر ورځ ولمانځله.

يوه افغان کډوال عابدجان پژواک ته وويل، چې دوى سهار اووه نيمې بجې په ځايي جومات کې د اختر لمونځ ادا کړ.

هېره دې نه وي، چې دمګړۍ د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا دوه ميليونه او اووه سوه زره قانوني او غير قانوني افغان کډوال مېشت دي.