اسلام اباد(پژواک،١٠وږى٩١): د خيبر پښتونخوا د کورنيو چارو محکمې هغو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړى چې له قانوني اسنادو پرته په دې ايالت کې ژوند کوي.
د پاکستان د خيبرپښتونخوا د کورنيو چارو محکمې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې، راجستر شويو افغان کډوالو ته هم ويل شوي دي چې د روان ميلادي کال تر پايه خپل هيواد ته ستانه شي.
سرچينې ليکلي چې راجستر شوي افغان کډوال دې سر له ننه له پاکستان څخه وتلو ځان وتلو ته چتمو کړي.
د پاکستان د سرحداتو وزير انجنير شوکت الله هم نن د پاکستان له يوه تلويزيوني چينل سره په مرکه کې ويلي چې د پاکستان د کابينې د پرېکړې له مخې افغان کډوال بايد د روان ميلادي کال تر پايه خپل هېواد ته ستانه شي.
ده ويلي خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت له هغو افغان کډوالو چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، د خپلې خوښې چلند کولى شي.
د ايالتي حکومت ددې پرېکړې په اړه خان جان نومې يوه افغان کډوال چې په پېښور کې اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څلورو مياشتو په موده کې نشي کولى ځان بېرته هېواد ته تللو ته چمتو کړي.
پر هم دې موضوع پيښور کې د افغانستان جنرال قونسل سيد محمد ابراهيم خيل پژواک اژانس ته وويل چې مونږ تمه لرو چې د خيبر پښتونخوا ايالتي چارواکي پر خپلې پرېکړې بيا کتنه وکړي.
ده وويل چې له ايالتي چارواکيو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي او له هغوى يې غوښتي چې د افغان کډوالو د وتلو نېټه وځنډوي.
ده همداراز يادونه وکړه چې د پاکستان له امنيتي چارواکيو يې غوښتي چې افغان کډوال ونه ځوروي.
خو ده زياته کړه چې د افغانستان د مهاجرينو له وزارت څخه يې هم غوښتي چې د افغان کډوالو بېرته ستېدو ته چمتووالى ونيسي.
په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کميسون يو اين ايچ سي ار وياند قيصر افريدي پژواک اژانس ته وويل چې د نړيوالو قواعدو له مخې کډوال په زوره نه ويستل کېږي.
ده وويل چې افغان کډوالو ته د ويشل شويو کارتونو موده چې له مخې هغوى کولى شي په پاکستان کې په قانوني توګه ژوند وکړي د روان ميلادي کال ترپايه پاى ته رسېږي، خو که يې ددې کارتونو موده تمديد هم نشي دوى د کډوال په توګه په پاکستان کې پاتې کېداى شي.
ده وويل چې پاکستاني چارواکيو ډاډ ورکړى چې افغان کډوال به په زوره نه وباسي.
د يادونې وړده، چې دمګړۍ د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا دوه ميليونه او اووه سوه زره افغان کډوال مېشت دي، چې يو ميليون يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.










