منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان: په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جنايي او ترهګريزو کړنو کې لاس نه لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل ( پژواک، ٢١وږى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکي هغه څرګندونې ناسمې وبللې، چې ګواکې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جنايي او ترهګريزو کړنو کې لاس لري.

 د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياد شوي  لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دغه تور تېره ورځ  د لاس اينجلس ورځپاڼې له  يو خبريال سره د مرکې پر مهال پر افغان کډوالو پورې کړى دى .

 په خبرپانه کې د ياد شوي پاکستاني چارواکي نوم نه دى اخيستل شوى .

  سرچينه ليکي: ” دغه ډول بيانونه د ټولو هغو خواوو لپاره ، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ستونزې ته د دايمي حل لارې په موخه سره يو ځای کار کوي مرسته نکوي. حقيقت دا دې چې دغه کډوال سوله دوسته او د قانون مراعات کوونکي اوسېدونکي دي .”

 د بهرنيو چارو وزارت ويلي ،چې افغان کډوال  خپلو کوربه ټولنو سره په امن،آرامۍ او ورورګلوۍ سره ژوند کوي او د هغوى په اقتصادي او ټولنيزې هوساينې کې ورسره مرسته کوي.

 په خبرپانه کې راغلي ، چې افغان حکومت او ولس له تېرو ديرش کلونو څخه د زياتې مودې راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو د کوربتوب له امله د پاکستان  د حکومت او ولس ممنون دي.

  سرچينه زياتوي، چې افغان حکومت د افغانستان، پاکستان، ايران او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ترمنځ له ګډې هوکړې او ستراتيژۍ سره سم د ټولو افغان کډوالو په خپله خوښه، تدريجي او عزتمنده توګه بيرته هېواد ته ستنېدلو ته په بشپړه توګه ژمن دى.

  په خبرپاڼه کې زياته شوې : (( افغان حکومت به هرې هغې ممکنې هڅې ته ادامه ورکړي ، چې وکولى شي زموږ کډوالو وروڼو او خويندو ته سم شرايط چمتو کړي، ترڅو په دايمي توګه خپل هېواد کې محفوظ، عزتمند او ښه ژوند ته راوګرځي.))

 دغه راز سرچينه زياتوي ، چې افغان حکومت به د نړيوالې ټولنې څخه په ټينګه سره خپلو غوښتنو ته ادامه ورکړي ،چې د افغان کډوالو کوربه هېوادونو سره مرسته وکړي ،ترڅو د دوی (کډوالو) شتون د پاکستان په ګډون د کوربه هېوادونو په منابعو باندې اضافي بار نشي.

 دا مهال په پاکستان کې ټول شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.