منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار پوهنتون سلګونو لاريون کوونکو دکابل – جلال اباد لاره وتړله

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

جلال اباد ( پژواک ٢٩ وږى ٩١ ) : د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو نن سهار دامريکايي فلم پر ضد په لاريون لاس پورې کړى او د کابل – جلال اباد لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

لاريون کوونکي ،چې شمېره يې شاوخوا زرو تنو ته رسېږي، نن د وږي په ٢٩مه، دسهار په اته نيمو بجو په درونټې سيمه کې له پوهنتون څخه ووتل او د کابل – جلال اباد په لويه لاره کې يې خپل لاريون ته دامه ورکړه او لاره يې بنده کړې ده.

لاريون کوونکو دامريکا او هغو کسانو پر ضد شعارونه ورکول، چې په يوه فلم کې يې داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى کړى دى.

د لاريون کوونکيو يوتن مسوول عتيق الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د ياد فلم پر ضد احتجاج کړى او له امريکا غواړي ، چې ددې فلم جوړونکي محاکمه کړي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.