کابل(پژواک،٧تله٩١): د کونړ والي له پاکستانه ځينو راستانه شويو کډوالو کورنيو ته ويلي، چې ددې ولايت د نورګل ولسوالۍ د زيړي بابا په ډاګ کې واړوي، خو ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د ډاګ د مالکيت دعوه لري.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، چې شاوخوا سل هغه کډوالې کورنۍ تېره ورځ مازيګر مهال کونړ ته رسېدلي، چې د پاکستان حکومت په زوره له خپل هېواد څخه ويستلي دي.
وحيدي وويل ،چې دغو کورنيو ته يې ويلي، چې د نورګل ولسوالۍ د زيړي بابا په ډاک کې، چې دولتي ځمکه ده ځانته کورونه جوړ کړي.
خو نن د والي ددې اقدام په مخالفت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې يو شمېر اوسېدونکيو لاريون وکړ او د اسعد اباد- جلا ل اباد لاره يې د جمعې تر لمانځه پورې وتړله.
د نورګل ولسوالۍ خلک دعوه کوي، چې ياده شوې سيمه ددې ولسوالۍ په خلکو پورې اړه لري او دوى نه پرېږدي ،چې د نورو سيمو اوسېدونکي هلته کورونه جوړ کړي.
د سليم په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ترڅو يې غوښتنې ونه منل شي، نو ددې ولسوالۍ اوسېدونکي به لويه لاره تړي او خپل لاريون ته به دوام ورکوي.
ده وويل ،چې له يادې سيمې يواځې د همدې ولسوالۍ کډوال ګټه پورته کولى شي.
د نعمت الله په نامه د مرکز اسعد اباد يوه قومي مشر، پژواک ته وويل چې راستانه شوي کډوال تر ډېره د کونړ د چپې درې اوسېدونکي دي.
ده وويل ، چې چپه دره د کونړ ترټولو ناارامه سيمه ده، چې کډوال نشي کولى هلته ژوند وکړي.
ده وويل، چې پر ياد شوي ډاګ د سيمې د خلکو دعوه بېځايه ده او بايد چې حکومت يادو کډوالو ته په دې سيمه کې د اوسېدو امکانات برابر کړي.
خو دنورګل ځينې قومي مشران ،چې نن پر همدې موضوع د خبرو لپاره د والي دفتر ته ورغلي وو، ويل، چې که کډوال د لنډې مودې لپاره هلته اوسېږي، نو دوى ورسره ستونزه نه لري، خو د تل لپاره يې اوسېدا ناشونې ده.
خو والي سيد فضل الله وحيدي وويل ،چې په دې اړه به سبا پرېکړه کېږي.
وحيدي وويل ،چې سبا به د کونړ يو شمېر قومي مشران او د ولايتي شورا او سولې د شورا غړي سره ناسته کوي او په دې اړه به پرېکړه کوي.
ده زياته کړه ، چې د يادې شورا پرېکړه به حکومت په قطعي ډول پلى کوي.
د کونړ والي وويل، چې له راستانه شويو کډوالو سره د مرستې په موخه يې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يا (UNHCR) له چارواکيو سره هم خبرې کړي دي.
د والى په وينا، له يادو کډوالو سره به حکومت سر له سبا خپلې مرستې کوي او په مرستو کې به خوراکي توکي او د سرپناه د برابرو لومړنۍ مرستې شاملې وي.









